Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2023

په ایران کې ځینې مېشت افغان کډوال: د ایران حکومت زمونږ ویزې نه تمدیدوي

0
په داسې حال کې چې د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي، د نږدې یو میلیون افغانانو د اوسېدنې اسناد یې تمدید کړي، خو یو شمېر افغان کډوال د ایران د حکومت لخوا د ویزو د نه تمدید په اړه شکایتونه کوي.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو څانګې عمومي مدیر سردار صادق رضادوست ویلي چې تر ۱ میلیون د ډېرو افغان کډوالو د اوسېدنې سندونه یې د جدي یا مرغومي میاشتې تر پایه پورې تمدید کړي دي.


رضا دوست له ایرنا خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، تر یو میلیون ډېرو افغانانو ته چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دې هېواد ته ورغلي، هم په ایران کې د اقامت تمدید پاڼې ورکړل شوي دي.


هغه ویلي، دا اسناد په اتومات ډول د درېیو میاشتو لپاره تمدید شوي دي او د بیا تمدیدو امکان یې هم شته.


خو په ایران کې یو شمېر افغان کډوال وايي، د تمدید هېڅ پاڼې یې نه دي ترلاسه کړي او حتی ویزې یې هم نه دي تمدید شوي.


په ایران کې یوه افغان کډواله وایي، د ایران د حکومت لخوا د ویزې نه تمدیدلو له امله مجبوره شوه چې په بدو امنیتي شرایطو کې بېرته کابل ته لاړه شي او نوې ویزه واخلي.


هغې چې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل: "ترې ومې غوښتل چې ویزه مې تمدید کړي، خو د ایران دولت مې غوښتنه رد کړه او راته ویې ویل چې باید بېرته خپل هېواد ته لاړه شې او نوې ویزه واخلې. که موږ دومره امکانات درلودلای چې مصرف یې کړو او که امنیتي شرایط په افغانستان کې ښه وای، موږ ولې ایران ته کډوال کېدو؟ د سرشمېرنې پاڼې هغوی ته ورکړل شوي چې غیرقانوني راغلي وو، خو موږ چې دا پاڼې وغوښتلې، حکومت ونه منله."


یو بل افغان کډوال چې دا نه غواړي نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډيو ته وویل، څو ځله د ویزې د تمدید لپاره د کفالت او پولیسو دفترونو ته ورغلی، خو ویزه یې نه ده تمدید شوې.


دا وايي، د امنیتي ستونزو له امله بېرته افغانستان ته نه شي تللی او د نورو ستونزو ترڅنګ په ایران کې هم له ناوړه چلند سره مخ کېږي.


په ورته وخت کې هغه افغان کډوال چې په ایران کې یې د اوسېدنې اسناد ترلاسه کړي، وايي په دې سند یوازې په ښار کې ګرځېدلای شي او نور هېڅ امتیاز نه لري.


له دې کډوالو یو چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل: 

"اوس چې دا سندونه یې د سرشمېرنې لپاره راکړي، نه شو کولای سیمکارټ پرې واخلو، د درس او زده کړې فرصت هم نه راته برابروي، بانکي حساب بیخي نه درته خلاصوي، ځکه وايي چې دا سند د لنډ وخت لپاره دی. که غواړې درس ووایې، ډېره جنجالي مرحله لري، د کار جواز هم نه لرې. باید داسې اسناد راکړي چې درس ووایو، بانکي حساب خلاص کړو، په دې سند هېڅ هم نه شو کولای."


خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو مدیر صادق رضا دوست ایرنا اژانس ته ویلي چې تېره اوونۍ د ایران کورنیو چارو وزیر په ګډون یو ځانګړی کمېسیون جوړ شو چې په کې پرېکړه وشوه، ټولو هغه کارګرانو ته چې د پېژندنې کارت لري، د اوسېدنې ځانګړي کارتونه ورکړل شي.


د ایرنا د راپور پر بنسټ د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي چې تازه په کابل کې د ایران د سفیر په توګه هم ګومارل شوی، په ایران کې یې د افغان کډوالو شمېر ۵ میلیونه ښودلی.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России