Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2023

یو شمېر افغان ځوانان: په موسیقي له بندیز وروسته د خوښیو مراسم پیکه شوي

0
یو شمېر ځوانان وايي، په موسیقي د بندیز له لګېدو وروسته اوس د خوښیو په محفلونو کې مشاعرې کوي.


یو شمېر ځوانان وايي، د طالبانو حکومت لخوا پر موسیقي له بندیز وروسته خلک د خپلو خوشالیو د نمانځلو لپاره مجبور دي یا مشاعرې وکړي او یا هم خپلې خوښۍ په عادي ډول ونمانځي.


ادریس سیاوش هغه ځوان دی چې تازه یې د خپل واده په مراسمو کې مشاعره جوړه کړې وه.


نوموړی په ودونو کې د مشاعرو د ډېرېدو یو لامل په موسیقي بندیز ګڼي.


هغه زیاتوي، ډېری کسان اوس خپلې خو‏ښۍ په عادي ډول نمانځي، خو ده ځکه په خپل واده کې مشاعره وکړه چې د یوې فرهنګي کورنۍ اړوند دی.


نوموړي وویل: "یو لامل دا هم دی چې مخکې به په واده کې سندرې وې، اتڼ به و، خو ما ځکه په واده کې مشاعره جوړه کړه چې پلار مې ارواښاد اسحاق ننګیال مشهور شاعر تېر شوی، د دې ترڅنګ ډېر ملګري مې فرهنګیان، شاعران او لیکوالان دي او خپله مې هم سر او کار له کتابونو، کتابچو او قلمونو سره دی."


که څه هم سیاوش خوشاله دی چې د واده مشاعره یې ګډونوالو خوښه کړې، خو د کابل یوه اوسېدونکې چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل، د خوښیو په محفلونو کې پر موسیقي بندیز د دې محفلونو خوند کم کړی او اوس د موسیقي پر ځای په محفلونو کې یوازې د خلکو شور او شر تر غوږونو کېږي.


هغه وايي: "څنګه چې تاسې اورئ، زه همدا شېبه په یوه واده کې يم، خو د واده دا محفل هېڅ د خوښۍ محفل ته ورته نه دی. مېرمنو ته دا اجازه نه ورکول کېږي چې دا خوشالي ونمانځي او موسیقي وغږوي."


دا یوازې کابل نه دی چې د خوښیو په محفلونو یې موسیقي نه شته، په نورو ولایتونو کې هم خلک اوس موسیقي نه غږوي او په ډېرو محفلونو کې یا مشاعرې کېږي یا هم په عادي ډول تېرېږي.




د خوست اوسېدونکی سبیل ساد وايي، په دې ولایت کې اوس تر ډیره د خوښیو په محفلونو کې د موسیقي ځای مشاعرو نیولی.


ساد وویل: "ډېره داسې کمه اوونۍ تېرېږي چې خوست کې دې مشاعره نه وي، وجه یې هم دا ده چې پخوا به د هنرمندانو ټنګ ټکور او سندرې وې، خو اوس د هغوی مخه نیول شوې ده او پر ځای یې په ودونو، فراغت غونډو او نورو ښادیو کې مشاعرې کېږي."


طالبانو پر افغانستان له بیاځلي واکمنېدو سره سم په موسیقي بندیز ولګاوه او د رسنیو ترڅنګ یې په محفلونو کې هم د موسیقي غږول بند کړل، له همدې امله اوس د خوښیو په محفلونو کې یا مشاعرې کېږي یا هم ختمونه.


مخکې تر دې داسې راپورونه هم خپاره شوي، په یو شمېر ولایتونو کې چې د ودونو په محفلونو کې موسیقي غږول شوې، د کور نارینه د طالبانو له خوا ځورول شوي او ان وهل ټکول شوي دي.




د تېر کال د لړم د میاشتې په اتمه نېټه د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې یو کورنۍ ادعا وکړه، چې د واده په مراسمو کې د موسیقۍ غږولو له امله طالب وسله والو پر دوی ډزې کړې، چې درې کسان په کې وژل شوي او یو شمېر تپیان شوي دي.


خو د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي بیا وروسته وویل، چې دا کسان چې د نوموړي په خبره د دوی له نوم یې استفاده کړې وه او شخصي دښمني یې پالله نیول شوي دي.


د دې تر څنګ په تېره کې په ټولنیزو رسنیو څو داسې ویډیوګانې هم خپرې شوي چې په کې لیدل کېدل یو شمېر وسله وال چې شخصي جامې یې پر غاړه دي د موسیقۍ الات ماتوي او سوځوي یې.


هغه مهال طالبانو په دې اړه څه ونه ویل، چې دا کار د دوی کسانو کړی که نه، خو د دوی امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یې ویلي چې موسیقي د اسلام دین له نظره حرامه ده.




د موسیقۍ نړیوالې شورا بیا په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر موسیقۍ بندیز غندلی او دا یې د کلتور او موسیقۍ نسل وژنه بللې ده.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России