مجاهد: کابل کې ۷ داعش وسلهوال وژل شوي او ۷ ژوندي نيول شوي
د طالبانو حکومت وایي چې کابل ښار کې یې د داعش وسلهوالو دوه پټنځایونه لهمنځه وړي دي چې ترڅ کې یې ۷ تنه وژل شوي او ۷ نور ژوندي نیول شوي دي.
د دوی ویاند ذبیحالله مجاهد رسنیو ته ویلي چې، پر دغو پټنځایونو تېر ماذیګر د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند قلاچې او شهدای صالحین سیمو کې عملیات وشول.
مجاهد زیاته کړې چې عملیاتو کې ۷ تنه داعش وسلهوال وژل شوي او ۷ نور ژوندي نیول شوي دي.
مجاهد د عملیاتو څرنګوالی مشخص کړی نهدی، خو په راپورونو کې ویل شوي چې د کابل ښار په اتمه حوزه کې پرون د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
دا عملیات وروسته تر دې کېږي چې داعش د کابل د پوځي هوایي ډګر مخته د تېرې یکشنبې ورځې د چاودنې مسولیت ومانه.
د طالبانو سرچینو هغه مهال چاودنه کې د لسو تنو وژل تایید کړل، خو رویټرز اژانس د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ تنه ښودلی و.
داعش هم د همدې شمېر کسانو د وژلو ادعا کړې وه.