د ترکيې او عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزيرانو پر افغان مېرمنو د لګول شويو بنديزونو په اړه خبرې کړي
![د ترکيې او عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزيرانو پر افغان مېرمنو د لګول شويو بنديزونو په اړه خبرې کړي](https://gdb.rferl.org/c3710000-0aff-0242-dd48-08d9f075e0c8_w800_h450.jpg)
د ترکیې او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغان ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو په اړه خبرې کړي دي.
د راپورونو لهمخې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د عربي اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر شیخ عبدالله بن زید النهیان سره په ټیلفوني خبرو کې د افغانستان له اوسنیو حاکمانو غوښتي چې د ښځو د تعلیم او کار پر پرېکړو دې له سره غور وکړي.
النهیان په دې خبرو کې ویلي چې، د طالبانو یو شمېر اقدامات له هغې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښونځیو نه خلاصول یې د بشر له بنسټیزو حقونو څخه سرغړونه بللې ده.
د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم د طالبانو د محدودیت پرېکړو پراخ غبرګونونه هم پارولي دي.
طالبان وایي، دوی د اسلامي شریعت او افغان دود په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي، خو د ۱۶ میاشتو په تېرېدو یې لا هم دې برخه کې کومه ځانګړې تګلاره نهده اعلان کړې.