ايراني چارواکو د دغه هېواد پر مرکزي بانک د سايبري بريد د دفعه کولو خبر ورکړی
ایراني چارواکې وایي د دې هېواد پر مرکزي بانک يې سایبري برید دفعه کړی.
د ایران د ارتباطاتو د زېربناو شرکت مدیر امیر لاجوردي پر مرکزي بانک سایبري برید او دې هېواد سره تړلي څو پیغامونه تایید کړل.
هغه ویلي دي چې، د دغې حملې پر وړاندې مبازره شوې او دفعه شوی دی.
د ایران د مرکزي بانک سایټونو باندې له دې مخکې هم بریدونه شوي وو.
مرکزي بانک خپل سایټونه د انانیموس یا ورک نومې ډلې چې د نړۍ د مشهورو هکرو څخه ده؛ له برید وروسته د یو څه مودې په ایران کې د مهسا امیني د مرګ په غبرګون کې له اعتراضونو وروسته غیر فعال کړي وو.