جرمني یو ایرانی وګړی د یوې حملې د پلانولو په شک نیولی
د جرمني پولیس او د دې هېواد څارنوالان وایي چې یو ایرانی وګړی یې د جرمني په لوېدیځ کې د اسلامپالنې پر بنسټ د یوې حملې د پلانولو په شک نیولی دی.
د مونسټر ښارپولیسو او د دوزلډورف ښار د څارنوالۍ دفتر نن یکشنبې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې چارواکو په کاسټروپ راوکسل ښارګوټي کې د استوګنې یو کور پلټلی او په هغه کې یې زهرجن مواد چې ګومان کېږي په دغه حمله کې یې ترې کار اخیست، موندلي دي.
په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې د لټون په دغو عملیاتو کې یو بل کس هم توقیف شوی دی.