د ناروې کډوالو شورا مشر د مرستو برخه کې د فعاليتونو د بېرته پيلېدو خبر ورکړی
ایګلنډ نن په یوه ټویټ کې د دې خبرې ترڅنګ دغه راز ویلي چې، د فعالیتونو بېرته پیلېدل یې په دې پورې تړلي چې اړو کسانو ته د مرستو رسولو په چارو کې د دې شورا د ټولو ښځینه او نارینه کارکونکو پر مخ خنډونه لیرې شي.
ښاغلي ایګلنډ له دې مخکې پرون په یوه بل ټویټ کې ویلي و چې، د طالبانو لهخوا په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز دې ته اړ کړي چې شورا یې د تېرې ډسمبر میاشتې په ۲۴مه په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو ټولې چارې ودروي.
ایګلنډ چې کابل ته یې سفر کړی او غواړي په کندهار کې د طالبانو له مشر سره هم وګوري، د بشري مرستو په چارو کې د نارینه او ښځینه کارکوونکو رول مهم بللی دی.
د هغه په خبره اووه سوه زره افغانانو ته د بشري مرستو په رسولو کې د ناروې د کډوالو شورا ۴۶۹ ښځینه همکارانې حیاتي اهمیت لري.
د راپورونو لهمخې په کورنیو او نړیوالو غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار د طالبانو تر بندیز وروسته په افغانستان کې تر ۱۵۰ زیاتو موسسو خپل فعالیتونه ځنډولي دي.
