Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2023

رسنۍ: ځینو ایراني پوهنتونونو د ښځینه افغان محصلانو لپاره بودیجه زیاته کړې

0
ایراني رسنیو افغان ښځینه محصلانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکولو په موخه د دغه هېواد د پوهنتونونو د بودیجې د زیاتوالي خبر ورکړی دی.


د کابل طبي پوهنتون د پنځم کال یوه محصله چې اوس له زده کړو بې برخه او په کور ناسته ده نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، ایران هم یو اسلامي هېواد دی او نجونو ته د زده کړو زمینه برابروي، خو طالبان چې خپل حکومت د اسلامي شریعت پر بنسټ بولي، له دوی څخه یې د زده کړو حق اخیستی.


هغې وویل: "د ټولنې نیمایي برخه له وطن څخه وځي او په نورو هېوادونو کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکوي. شاید ځینې همغو هېوادونو کې پاتې شي او وغواړي همغه هېوادونو ته خدمت وکړي. د اسلامي امارت له مشرانو څخه مو دا هیله ده چې ژرترژره د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانېزي."


یوه بله محصله چې دا هم نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې پېژندنه وشي ازادي راډیو ته یې وویل چې زده کړه د هر وګړي حق دی او باید اجازه ورکړل شي.


هغې وویل: " اسلامي هېوادونه لکه عربستان، ایران او یا نور اسلامي هېوادونه ښځو ته اجازه ورکوي او هغوی هلته د کار او تحصیل حق لري، خو طالبانو له نجونو څخه د تحصیل حق اخیستی. هر غړی هر انسان د تحصیل حق لري او کولای شي خپل تحصیل ته ادامه ورکړي."


دا په داسې حال کې ده چې د ایران مهر خبري اژانس د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د ایران حکومت، د افغان ښځینه محصلانو د زده کړو لپاره د دغه هېواد د پوهنتونونو بودیجه زیاته کړې ده.




په ورته وخت کې د نجونو لپاره د دولتي او خصوصي پوهنتونونو بندېدل، خصوصي پوهنتونونه له اقتصادي ځوړ سره مخ کړي دي.


د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې مشر محمد کریم ناصري وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰ خصوصي پوهنتونونه شته، چې په دغو پوهنتونونو کې د شاوخوا دو لکه محصلانو له ډلې ۷۰ زره یې نجونې دي.


ناصري ازادي راډيو ته وویل چې ۳۵ خصوصي پوهنتونونه غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو په دې پرېکړې سره، خپل فعالیتونه بند کړي.


هغه زیاته کړه: "۳۵ پوهنتونونه همدا اوس دې ته حاضر دي چې که د امر ثاني موده وغځول شي خپل پوهنتونونه وتړي او خپل پانګه او سرمایه نورو هېوادونو ته انتقال کړي. نو که چېرته دا موضوع همداسې مخ ته لاړه شي نو متاسفانه بدې پایلې لري."


خو ناصري زیاتوي چې د طالبانو لوړپوړو چارواکو د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې له مسوولانو سره په خبرو کې ډاډ ورکړی چې پوهنتونونه به بیا د نجونو پر مخ پرانیستل شي.


د ازادي راډیو خبریال د دې موضوع په اړه د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت نظر وغوښت، خو د دغه وزارت ویاند ضیاالله هاشمي پوښتنو ته ځواب ونه وایه.


د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۰مه نېټه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت پوهنتونونو ته د یو مکتوب په استولو سره د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه.


د طالبانو دا اقدام په کوردننه او بهر په پراخه کچه وغندل شو، خو دوی تر اوسه په دې اړه خپله پرېکړه نه ده بدله کړې.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России