ايران د بلجيم پر يوه خيريه کارکوونکي د ۲۸ کاله بند حکم کړی
![ايران د بلجيم پر يوه خيريه کارکوونکي د ۲۸ کاله بند حکم کړی](https://gdb.rferl.org/10040000-0aff-0242-6948-08da636b3d32_w800_h450.jpg)
د ایران یوه خبري اژانس تایید کړه چې د بلجیم پر یوه خیریه کارکوونکي د ۲۸ کلن بند حکم صادر شوی دی.
د رویټرز اژانس د پروني راپور په حواله، ۴۱ کلن اولیویه فاندهکاستیل (Olivier Vandecasteele) چې په ایران کې نیول شوی په ۷۴ دُرو وهلو هم محکوم شوی دی.
د بلجیم چارواکو او د فاندهکاستیل د کورنۍ غړو په تېره ډسمبر میاشت کې ویلي وو، چې ایران نوموړی په جاسوسۍ محکوم کړی دی.
ویل شوي دغه بلجیمی د ایران پر خلاف د امریکا د متحدو له ایالتونو سره د توطيې په جوړولو او د پیسو په مینځلو تورن شوی دی.
فاندهکاستیل دغه ټول تورونه رد کړي او ناسم یې بللي دي.
بلجیم دغه تورونه جعلي بللي دي.