د اسلامي همکاريو سازمان نن د افغانستان په اړه بېړنۍ غونډه جوړوي
![د اسلامي همکاريو سازمان نن د افغانستان په اړه بېړنۍ غونډه جوړوي](https://gdb.rferl.org/484BF261-0AF7-4157-8D3A-E112A5F8A396_w800_h450.jpg)
د اسلامي همکاریو سازمان عمومي سکرټریت نن چهارشنبه په خپل مرکزي دفتر کې چې د سعودي عربستان په جده ښار کې دی، پر افغانستان اضطراري غونډه جوړوي.
دغه سازمان پرون په خپل رسمي ټویټر کې خبر ورکړی، چې د دغه سازمان اجرایه کمېټه به په دې غونډه کې په افغانستان کې پر وروستيو تحولاتو او بشري وضعیت بحث وکړي.
د اسلامي همکاريو سازمان او د اسلامي فقې نړیوالې اکاډمۍ تر دې مخکې د اعلامیو په خپرولو سره پر ښځو د طالبانو وروستي محدودیتونه له شریعت سره په ټکر کې بللي وو.
بلخوا تېره اوونۍ د مسلمانو عالمانو نړیوال اتحاد اعلان وکړ، چې د طالبانو عمومي مشر ملا هبت اله اخندزاده د دوی له جګپوړي پلاوي سره له کتنې ډډه کړې ده.
د دې اتحاد عمومي منشي، شیخ ډاکټر علي القره داغي په یوه اعلامیه کې ویلي وو، د دوی پلاوی د اسلامي او ورورۍ اړیکو د لا ټینګښت په نیت افغانستان ته روان و.