د ملګرو ملتونو لوړپوړی پلاوی کابل کې له طالب چارواکو سره غږېږي
فرحان حق د جنورۍ پر ۱۶مه کابل ته د ملګرو ملتونو د مشر مرستیالې امنې محمد په مشرۍ د پلاوي تر رسېدو یوه ورځ وروسته په بیان کې ویلي دي چې هغه پلاوي افغانستان ته تر تګ مخکې د خلیج او د اسیا او اروپا له یوشمېر هېوادونو سره د مېرمنو او نجونو د حقونو او پایداره پرمختیا په اړه خبرې کړې دي.