Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2023

ګلوب انډ مېل د نبي زاده له وژنې وروسته وضعیت ته کتنه کړې

0
ګلوب انډ مېل (Globe and Mail):



د کاناډا ګلوب انډ مېل ورځپاڼې په افغانستان کې د ولسي جرګې د یوې پخوانۍ وکیلې تر وژل کېدو وروسته وضعیت ته کتنه کړې ده.


مقاله په دې عبارت پیلېږي: تېره یکشنبه د ولسي جرګې پخوانۍ استازې مرسل نبي‌زاده په کابل کې په خپل کور کې ووژل شوه، خو تر اوسه پورې یې قاتلین معلوم نه‌دي، حال دا چې دا یوه داسې قضیه ده چې د لیکوال په خبره حلول یې سخت کار نه‌دی.


د ګلوب انډ مېل په لیکنه، مېرمن نبي‌زاده په تېر حکومت کې د ولسي جرګې استازې وه او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یې په خطرناکو شرایطو کې ژوند کاوه.


ورځپاڼه زیاتوي، تر هغې پېښې دوې ورځې وروسته په کاناډا کې دا خبر خپور شو، چې د دغه هېواد د نړیوالو چارو اداره په پام کې لري، د هغو دولتي کارکوونکو قدردانی وکړي، چې له افغانستان څخه د کاناډايي وګړو یا د کاناډا د دایمي استوګنې د اسنادو لرونکو په ایستلو کې یې همکاري کړې وه.


دغه ۳۷۰۰ کسان وروسته له هغې له افغانستانه وایستل شول، چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه.


خو په افغانستان کې ملګرو ملتونو بشري وضعیت ناوړه بللی او وروسته له هغې چې طالبانو پر ښځو او نجونو تازه محدودیتونه ولګول، د وضعیت د بهترۍ لپاره هیلې هم په مړاوې کېدو دي.


طالبانو تېره میاشت نجونې له پوهنتونونو منع کړې او په غیردولتي مؤسسو کې یې د ښځو او نجونو پر کار هم بندیز اعلان کړ، چې دې پرېکړې یې سخت عکس العملونه وپارول.


کرکټر (Cricketer):



د بریتانیا کرکټر خپرونې چې د کرېکت پر موضوع لیکنې خپروي، د افغانستان د کرېکټ ورزش پر برخلیک لیکنه خپره کړې ده.


د لیکنې په پیل کې د ۱۸ کلن مسیح‌الله قاضي خېل یادونه شوې، چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته بریتانیا ته کډه شو، حال دا چې ده غوښتل د کرېکټ په ډګر کې د خپل هېواد لپاره لوبه وکړي، خو اوس په جلاوطنۍ کې ژوند کوي.


د مقالې لیکوال پاول اډوارډز (PAUL EDWARDS) زیاتوي، د کرېکټ دغه ځوان لوبغاړي په انګلستان کې په نوي کور کې تر ځای پر ځای کېدو، ژبې زده کولو او کالج ته له تګ وروسته اوس خپل تمرینونه پیل کړي دي.


د کیڼ لاس دې تنکي ورو توپ اچوونکي د دوبي پر مهال د است¬وډ بانک (Astwood Bank) د کرېکټ په محلي لیګ کې برخه واخیسته چې ۵۱ ویکټې یې واخیستې او د ده په مرسته دغه ټیم وتوانېد په هغه لیګ کې درېیم مقام خپل کړي.


لیکوال بیا د افغانستان وروستیو تحولاتو ته کتلي او وايي، زه چې دا لیکم، په افغانستان کې نجونې او ښځې ښوونځیو یا هم پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه‌لري، ښځې او نجونې نه‌شي کولی چې په غیردولتي مؤسسو کې کار وکړي.


د ازادۍ راډیو د راپورونو له‌مخې پر ښځو او نجونو د همدغو محدودیتونو له کبله اسټرالیا له افغانستان سره پلان شوې درې پنځوس اووره یا ورځنۍ مسابقې لغوه کړې.


په پام کې وه دغه مسابقې په مارچ میاشت کې وشي.


تر دې وروسته د بشري حقونو نړیوال سازمان اړوند د اسټرالیا څانګې د کرېکټ له نړیوالې شورا د افغانستان د غړیتوب د ځنډېدو غوښتنه وکړه، د افغانستان کرېکټ بورډ یې په غبرګون کې ویلي چې، له افغانانو باید دا خوښي وانه‌خیستل شي.


د کرېکټ ځینو افغان لوبغاړو د اسټرالیا پر وروستۍ پرېکړه غبرګون کې ویلي، کرېکټ باید له سیاست سره ګډ نه‌شي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России