د اوکراین ولسمشر: روسي ځواکونو خپلو درنو بریدونو ته دوام ورکړی
![د اوکراین ولسمشر: روسي ځواکونو خپلو درنو بریدونو ته دوام ورکړی](https://gdb.rferl.org/08550000-0a00-0242-4e31-08dafd87e764_w800_h450.jpg)
د اوکراین ولسمشر وایي، روسي ځواکونو د دغه هېواد د جګړې پر لومړیو کرښو درنو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
ولودمیر زیلنسکي تېره شپه د جنورۍ په ۲۳مه په خپله ویډیویي وینا کې زیاته کړې، د توغندیو دغه بریدونه هر ساعت ترسره کېږي، خو په خبره یې دونباس سیمه کې د دوی جګړه او دفاع هم دوام لري.
زیلنسکي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دوی د روسي پوځیانو د تیت او پرک کېدو شاهدان دي او اوکراین پوهېږي چې دغه وضعیت ته څه ډول ځواب ورکړي.
نن د جنورۍ ۲۴مه، پر اوکراین د روسیې د ناموجه یرغل ټیک ۱۱ میاشتې پوره شوې.
دې موده کې زرګونه تنه ووژل شول او میلیونونه نور بې ځایه شول.