جوزيپ بوريل: اروپايي ټولنه به د افغان ښځو ملاتړ ته دوام ورکړي
![جوزيپ بوريل: اروپايي ټولنه به د افغان ښځو ملاتړ ته دوام ورکړي](https://gdb.rferl.org/4036AC62-5E05-4DE2-8835-6AA82D9DC898_w800_h450.jpg)
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل وايي، له ملګرو ملتونو سره یو ځای به دغه ټولنه د افغان وګړو په ځانګړي ډول ښځو او تر څنګ ولاړ وي.
ښاغلي بوریل په بروکسل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې امینې محمد سره د کتنې عکس هم خپور کړی دی.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر لیکلي، چې له مېرمن امینې سره یې د افغانستان تر سفر وروسته معوماتي بحثونه درلودل.
امینې محمد چې د ملګرو ملتونو د یوه هیئت مشري کوله، تېره اوونۍ افغانستان ته سفر وکړ، چې د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم د بندیزونو په اړه له طالب چارواکو سره خبرې وکړي.
خو داسې ښکاري، چې د هغې په خبرو کې کوم د پام وړ پرمختګ ونه شو.