زلنسکي له لوېديځ د ليرې واټن ويشتونکي توغندي او پوځي الوتکې غوښتي
وروسته لههغې چې جرمني او د امریکا متحدو ایالتونو ژمنه وکړه چې کییف ته به په لسګونو پرمختللي محارب ټانکونه ورکړي، د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي سمدستي د لیرې واټن ویشتونکو توغندویو او پوځي الوتکو پر غوښتنې ټینګار وکړ.
زلنسکي تېره شپه په ویډیویي پیغام کې وویل چې اوس لازمه ده چې، اوکراین ته الوتکې ورکړل شي.
زلنسکي زیاته کړه، دا مهمه ده چې د دفاعي همکاریو په نورو برخو کې هم پرمختګونه ولرو.
زلنسکي وویل چې، پرون د ورځې په لومړیو کې یې د ناتو له سرمنشي ینس ستولتنبرګ سره خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې موږ باید اوکراین ته د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو د لېږد لاره هم خلاصه کړو او همدارنګه باید د توپونو په برخه کې همکاري پراخه او اوکراین ته د الوتکو ورکړې ته هم داخل شو.
د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون اعلان وکړ چې هېواد به یې اوکراین ته یو دېرش ابرامز ټانکونه ولېږي.
د جرمني صدر اعظم اولاف شولځ هم ویلي چې، هېواد یې اوکراین ته ۱۴ لیوپارد ډوله ټانکونه ورکوي.
تر دې مخکې برېتانیا ویلي و، چې اوکراین ته یې ۱۴ چلینجر ټانکونه استولي دي.
د لوېدیځ له دې پوځي مرستو سره هممهاله مسکو خبرداری ورکړی چې اوکراین ته د ټانکونو لېږل پارونکی او خطرناک عمل دی.
تر دې وړاندې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي ویلي، د روسیې د یرغل په وړاندې د ځان د دفاع لپاره ۳۰۰ ټانکونو ته اړتیا لري.