عثمان غني د بنګلهدېش په غوره لیګ کې ښه ځلېدلی
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پیلیز لوبغاړي عثمان غني د بنګلهدېش په غوره لیګ سیالیو کې ۷۳ ناسوځېدلې منډې کړي دي.
ښاغلي غني چې په درېیم نمبر توپ وهنه پیل کړې د ۵۵ توپونو په لوبولو سره یې د ۳ شپږیزو او ۷ څلوریزو پر مټ ۷۳ منډې جوړې کړي دي.
دا د بنګلهدېش په روان لیګ د نوموړي لومړنۍ نیمه سلیزه ده.
هغه تر دې دمه په ۸ لوبو کې ۲۲۵ منډې جوړې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې عثمان غني د عربي متحده اماراتو پر وړاندې د افغانستان په اعلان شوې ۲۲ کسیزه لوبډله کې نهدی اخستل شوی.
همدارنګه په نننۍ لوبه کې بل افغان لوبغاړي عظمت الله عمرزي بیا ۲ لوبغاړي سوځولي دي.
ښاغلي عمرزي په ۴ اورونو کې ۲۷ منډې ورکړي دي.
د یادونې وړ ده چې د بنګلهدېش په غوره لیګ سیالیو کې تر دې دمه د سیلهت سټرایکرز لوبډله مخکښه ده.