باړه کې ۲۴ کاله مخکې جنګونو وران کړی سکول لا هم نه رغول شوی
![باړه کې ۲۴ کاله مخکې جنګونو وران کړی سکول لا هم نه رغول شوی](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-bbd4-08dc7b0c135d_tv_w800_h450.jpg)
د خیبر په باړه کې د وسلوالو او امنيتي سرتېرو ترمينځ په نښتو کې د وران شوي سرکاري سکول د بیا رغونې کار درېدلی دی. دا ښوونځی په ۲۰۰۹ز کال کې وران شوی وو چې څو کلونه مخکې یې حکومت د ملګرو ملتونو په مرسته د بیارغونې چارې پيل کړې خو زده کوونکي يې اوس هم د ماتو کړکيو په کوټو کې کښېني. شاګردان او استادان وايي د ښوونځي ځينې برخې يې رغېدلې دي خو لا هم ډېر کار ته اړتيا شته. ويډيويي راپور.