بودايان جاوا ټاپو کې خپل معبد ته لسګونه کيلوميټره پلی سفر کوي
![بودايان جاوا ټاپو کې خپل معبد ته لسګونه کيلوميټره پلی سفر کوي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-18d7-08dc7bd74c60_tv_w800_h450.jpg)
له اندونيزيا، ماليزيا، تایلینډ او سینګاپوره په لسګونه بودايي راهبان له ویساک ورځې وړاندې د تودونګ د مراسمو د یوې برخې په توګه د اندونیزیا په جاوا ټاپو کې د بوروبودور معبد ته لسګونه کيلوميټره پلی سفر کوي. هغوی وايي چې د مینې له پیغام سره راوتلي دي، له چا سره مذهبي اختلاف نه لري او په رنګارنګۍ کې د یووالي طرفدار دي. د بودمت پيروکاران به اندونیزیا کې، چې اکثریت یې د مسلمانانو دی، یو شمیر نورو عبادت خانو ته هم ورځي او په بېلا بېلو مذهبي رسوماتو کې به برخه اخلي. د فرانس پرېس خبري اژانس له ويډيو جوړ راپور.