د الجیریا د خلکو یوه لرغونې لوبه "کوره" اوس هم مشهوره ده
![د الجیریا د خلکو یوه لرغونې لوبه](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-9fb3-08dc7739b41c_tv_w800_h450.jpg)
په الجیریا کې د کوره په نامه دودیزه لوبه له پنځو پېړیو راهیسې د یو نسل نه بل نسل ته راروانه ده. دا لوبه په هر سپرلي کې د دوو قبیلو بني مسرا او هلالي تر مینځ کیږي چې اووه ورځې دوام لري. د لوبې موخه د خلکو یو موټی کول او د لوبو په وسیله د شخړو او مسلو هواری موندل دي. رایټرز خبري اژانس د الجیریا د خلکو د دې دودیزې لوبې په اړه یو راپور جوړ کړی دی چې دلته یې کتلی شئ: