Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2024

پر اسراييل د ايران د بريد اندېښنې؛ امريکا منځني ختيځ ته د خپلو بي۵۲ الوتکو د رسېدو خبر ورکړی

0
د امریکا پوځ اعلان کړی چې بي۵۲ ستراتېژیکې بمبارد الوتکې یې منځني ختیځ ته رسېدلي دي او له‌دې سره هم‌مهاله اکسیوس وېب‌پاڼې د "سپینې ماڼۍ له‌خوا تهران ته د خبرداري پیغام" په اړه راپور ورکړی دی.


په همدې حال کې اکسیوس وېب‌پاڼې دا هم ویلي چې، سپینې ماڼۍ په وروستیو ورځو کې تهران ته د اسراییل پر ضد د نوي برید په اړه مستقیم خبرداری ورکړی.


د امریکا مرکزي قوماندۍ (سنتکام) نن سهار (یک‌شنبه، د لړم په ۱۳مه) اعلان وکړ چې بي۵۲ الوتکې د دې قوماندانۍ د مسوولیت سیمې ته داخلې شوې دي.


سنتکام د بمبارد الوتکو شمېر په شمول نور جزییات نه‌دي ورکړي او یوازې یې ویلي چې دا الوتکې د امریکا د ماینت له هوايي اډې څخه روانې شوې وې.


دا خبر یوه ورځ وروسته له هغې خپور شو چې، پنتاګون اعلان وکړ د متحدایالتونو دفاع وزیر امر کړی چې، څو بي۵۲ الوتکې، همداراز بېړۍ ماتوونکې بېړۍ او د سونګ رسولو الوتکې منځني ختیځ ته واستول شي.




د پنتاګون په وینا، دا بمبارد الوتکې او بېړۍ منځني ختیځ ته د امریکا د پوځي حضور د پیاوړتیا، د اسراییل د دفاع او د بریدونو د شنډولو له لارې د کړکېچ د کمولو په هدف لېږل شوي دي.


په همدې حال کې اکسیوس وېب‌پاڼې راپور ورکړی چې سپینې ماڼۍ په وروستیو ورځو کې تهران ته د اسراییل پر ضد د نوي برید په اړه مستقیم خبرداری ورکړی.


سپینې ماڼۍ ویلي، که داسې برید وشي، نو دوی به د اسراییل د کنټرول او د ایران پر ضد د بل ډول برید مخنه ونه‌شي نیولی.


اکسیوس دا راپور د یوه امریکایي او یوه پخواني اسراییلي چارواکي له خولې ورکړی.


د راپور له‌مخې، دا پیغام له تهران سره د امریکا د ګټو ساتونکي هېواد سویس له لارې ایراني چارواکو ته رسول شوی دی.


دغه امریکایي چارواکي چې نوم یې نه‌دی ښودل شوی، اکسیوس ته ویلي: "موږ ایرانیانو ته وویل چې اسراییل له حملې نه‌شو راګرځولی او هم ډاډ نه‌شو ورکولی چې د اسرايیل راتلونکی برید به هم د پخوا په شان دقیق او هدفمن وي."


ده زیاته کړه چې دا پیغام په مستقیم ډول ایراني چارواکو ته لېږدول شوی دی او د اکسیوس په وینا، دا ډول مستقیم پیغامونه ډېر کم افشا کېږي.


یوه پخواني اسراییلي چارواکي ویلي چې، دا پیغام د سویس له لارې چې په ایران کې د امریکا د ګټو ساتنه کوي، ایران ته لېږدول شوی.


څو ایراني چارواکو د پنج‌شنبې په ورځ ټینګار وکړ چې ایران به اسراییل ته حتماً ځواب ورکړي.


د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي چې مخکې یې دا پرېکړه د خپل هېواد د حکومت چارواکو ته پرېښې وه، د شنبې په سهار پر دې ټینګار وکړ چې ایران به امریکا او اسراییل ته یو "کلک او غچ اخیستونکی" ځواب ورکړي.




د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرنیو اړیکو کمېسیون غړي اسماعیل کوثري ویلي چې، د ایران د ملي امنیت عالي شورا پر اسراییل د برید پرېکړه کړې، خو لا هم د دې برید کره نېټه او اندازه نه‌ده معلومه شوې.


هغه زیاته کړې چې دا برید به د "مقاومت ډلو" په همکارۍ ترسره شي او دا به د پخواني برید پرتله لوی وي.

ایران په سیمه کې خپلو نیابتي ډلو ته "د مقاومت ډلې" وايي.


په وروستیو اوونیو کې د امریکا او لوېدیځ چارواکو ایران ته خبرداری ورکړی چې د اسراییل ځوابي برید ته دې ځواب نه وايي او باید د کړکېچ زیاتوالی ودروي.


ایران په تېرو شپږو میاشتو کې دوه ځله په اسراییل د پراخو توغندويي بریدونو هڅه کړې ده؛ لومړی ځل د حمل ۲۵، او دوهم ځل د تلې په لسمه.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России