د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بنګله دېش ته د درې یو ورځنیو سیالیو په اخري لوبه کې ماتې ورکړه او دا لوبلړۍ یې وګټله.
د لوبلړۍ وروستئ سیالي د نومبر په ۱۱مه نېټه د متحده عرب اماراتو د شارجې په لوبغالي کې وشوه چې لومړی بیټينګ پکې بنګله دېش وکړ. بنګله دېش د ۸ لوبغاړو په اوټ کېدو، په پنځوس اوورونو کې ۲۴۴ منډې وکړې. د دې لوبډلې په ګټه محمدالله ۹۸ او مهدی حسن معراج ۶۶ منډې وکړې.
په افغان بالرانو کې عظمت الله عمرزي د بنګله دېش ۴ لوبغاړي اوټ کړل. راشدخان او محمدنبي یوه یوه وېکټ واخیسته.
افغانستان ورکړل... Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د درې یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې بنګلهدېش ته ۲ـ۱ ماتې ورکړه.
د لوبلړۍ وروستۍ سیالي د دوشنبې په ورځ د نومبر په ۱۱مه نېټه د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې د کابل پر وخت ماسپښین ۲:۳۰بجې پیل شوې وه، چې د ۵ وېکټو په توپیر افغانستان وګټله.
بنګلهدېش د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه او د ۸ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې پنځوس اورونه پوره ولوبول او ۲۴۴ منډې یې وکړې.
د یادې لوبډلې په ګټه محمدالله ۹۸ او د دې سیالۍ لوبډلمشر مهدی حسن مېراز ۶۶ منډې وکړې.
په... Читать дальше...
د اذربایجان په باکو کې د اقليمي يا موسمي بدلونونو په اړه غونډه روانه ده چې د نومبر له ۱۱مې تر ۲۲مې به کېږي. دا نړيواله غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه توب کېږي او مقصد یې په نړۍ کې د تودوخې او ماحولياتي بدلون اړونده مسايلو لپاره حل لټول دي. په دې غونډه کې د نړۍ د ګڼو هېوادونو چارواکو، مدني فعالان او د چاپيريال ساتنې لپاره کار کوونکي ګډون لري. زموږ همکار، طاهر جميل هم دې غونډې ته ورغلی او دا راپور یې پرې رالېږلی دی
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل وايي، دا ټولنه اوکراین ته د توپ د یو میلیون مرمیو د سپارلو د ژمنې پوره کولو ته نژدې شوې ده.
بوریل چې په کییف کې دی، نن اروپايي پراودا خبري شبکې ته وویل، اروپايي ټولنې تر اوسه اوکراین ته د توپونو ۹۸۰ زره مرمۍ سپارلي دي.
بوریل وویل، موږ دا اندازه مرمۍ باید د سږني کال تر پسرلي پورې سپارلي وای، خو پهدې کار بریالي نهشولو، خو هغه ټینګار وکړ چې د یو میلیون مرمیو د سپارلو پر ژمنه مو تقریبا عمل کړی دی.
په عین حال کې د روان کال په فبروري میاشت کې د چک... Читать дальше...
د افغانستان د خبریالانو مرکز په خوست کې د ژمن راډیو د خپرونو د بیا پیل هرکلی کړی دی.
دې مرکز نن په یو بیان کې د سرچینو په حواله خبر ورکړ چې، دې راډیو نن ماسپښین خپلې خپرونې بیا پیل کړې.
د خبرپاڼې لهمخې د خوست د امربالمعروف او نهي عنالمنکر ادارې وروسته له هغه د دې راډیو خپرونو ته اجازه ورکړه، چې د ژمن راډیو مسوولينو د موسیقۍ د نه خپرولو ژمنه وکړه.
د خوست سیمهيیزو چارواکو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
په امريکا کې د موتلي رایس حقوقي شرکت وايي د کولمن کورنۍ، هغه څوک چې پنځه کاله يې د طالبانو په بند کې تېر کړي رسما يې پر حقاني شبکې او طالبانو شکایت ثبت کړی دی.
دغه شرکت تازه په یوه راپور کې ویلي، دا قضیه د کيتلن کولمن د کورنۍ له لوري چې پنځه کاله یې په د افغانستان د حقاني شبکې په بند کې تېر کړي، د نوامبر په اتمه نېټه د امریکا په پنسیلوانیا کې یوې سیمهيیزې محکمې ته وړاندې شوې ده.
پهدې راپور کې راغلي، یاد شکایت د دې لپاره دی چې دوه "بهرني ترهګر سازمانونه" د هغه "بېساري او وېرونکي کړاو" له... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال وايي، اسلاماباد باید په خپل هېواد کې دننه د پاکستان د ستونزو د هواري په لټه کې شي.
حمدالله فطرت په یوه لنډه ویډیو کې چې د دوشنبې په ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون لهخوا خپره شوې ویلي: "اسلامي امارت به هيچاته اجازه ورنهکړي چې د افغانستان خاوره د بل پر ضد وکاروي، افغانستان نور هيچاته ګواښ نهدی. پاکستان باید موږ ملامت نهکړي او په خپل هېواد کې دننه خپلو داخلي ستونزو ته د حللارې ولټوي."
تر دې مخکې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف یوځل بیا ادعا کړې... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د هند په ممبۍ ښار کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د پاسپورټونو د وېشلړۍ د پیل اعلان کړی دی.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیااحمد تکل پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې، دوی د هند په ممبۍ ښار کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د افغانانو د اړتیاو د پوره کېدو په هدف د پاسپورټونو د وېشلړۍ د دوشنبې له ورځې (د عقرب میاشتې په ۲۱مه) پیل کړې ده.
په هند کې مېشت ځینې افغان کډوال په ځانګړې توګه افغان محصلان په دغه هېواد کې د پاسپورټونو د وېش له بهیره... Читать дальше...
د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې بنګلهدېش د خپلې توپوهنې پاڼۍ بشپړه کړه او ۲۴۴ منډې یې وکړې.
دغه سیالي چې د شارجې په لوبغالي کې د کابل پر وخت ماسپښین ۲:۳۰بجې پیل شوې وه، بنګلهدېش پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.
مېلمه لوبډلې د ۵۰ اورونو په لوبولو سره ۸ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۴۴ منډې یې وکړې.
د یادې لوبډلې په ګټه محمدالله ۹۸ او د دې سیالۍ لوبډلمشر مهدی حسن مېراز ۶۶ منډې وکړې.
په افغان توپ اچونکو کې نن عظمتالله عمرزی تر نورو ښه وځلېد چې ۴ لوبغاړي یې وسوځول. Читать дальше...
د کویلې ټیکیداران وايي چې د حکومت له لوري د امنیت نشتوالي له امله دوی ته ډېر لوی زیان رسېدلی دی. د لاریو اتحادیې د مشرانو په وینا، دوی به د درېیو ورځو لپاره د هرنای شاهرګه، دکي او سماولنګ سیمو څخه کویله نه باروي.
د افغانستان په جنوب کې کروندګرو له وچکالۍ سره د مبارزې او د کښتونو د ژغورلو نوې حللارې موندلي دي.
دا د کندهار په ارغندب ولسوالۍ کې د جوی لاهور په کلي کې د اوږې څلور جریبه کرونده ده.
د دې کروندې څښتن محبالله وايي، د اوبو دوامداره کمښت اړ کړ چې، د خپلو کروندو د خړوبولو لپاره نوې لارې چارې ومومي.
هغه وايي: "په پنځه انچه اوبو نه اوبېدل، اوس په دوه او څلور انچه اوبیږي او دا پیپونه دي، همداسې وال ده، پرې يې راخوشې کوو."
په ارغندب کې بل کروندګر نعمتالله چې پر خپلې شل جریبه ځمکې يې د انګورو تاکونه... Читать дальше...
د ماشومانو د ژغورنې صندوق یا (سېف د چلډرن) خبرداری ورکوي چې، په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو له سېلابونو زیانمن شوي او هغوی چې د خوراکي توکو له کمښت (ناامنۍ) سره مخامخ دي لا ډېرو ستونزو سره به مخامخ شي.
سېف د چلډرن په افغانستان کې د زیانموونکو کسانو د وضعیت په اړه د اندېښنې سربېره وايي چې، دغه صندوق د ژمي د برنامو د پلي کولو لپاره د ۴۰۲ میلیونه ډالرو د بوديجې له کښمت سره مخامخ دی.
دغه صندوق پرون یکشنبه د نومبر ۱۰مه په خپله ايکسپاڼه کې د یوه بیان په خپرولو سره خبرداری ورکړی چې، د ژمي په رارسېدو... Читать дальше...
فرید بشارت د رزمي لوبو په تر ټولو معتبره سازمان یو اف سي کې لوبیږي.
ده دیارلس لوبې کړي او هېڅ ماته یې نه ده خوړلې.
فرید تر خپل مشر ورور جاوید بشارت وروسته یو اف سي ته ولاړ او دواړه په ګډه تمرینونه هم کوي.
له فرید بشارت سره د ازادي راډیو د خبریال صفي الله ستانکزي ځانګړې مرکه دلته کتلی شئ
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د نومبر په لسمه وویل چې په تیرو دوو ورځو کې ترکیې لږ تر لږه ۳۲۵ افغان کډوال له هغه هېواده ایستلي او کابل ته ستانه کړي دي.
هغه وزارت وايي د کډوالو نړیوالې ادارې (ای او ایم) به له ترکیې ویستل شویو د دغو کډوالو هر یو کس ته د ۱۵۰ یورو برابرې افغانۍ ورکوي.
ترکیې په دې ورستیو کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لپاره چاپې وهل زیات کړي دي چې پکې زیاتره یې بې اسنادو کډوال دي. د ترکیې په استنبول ښار کې پولیسو د چاپو پر مهال سږکال په... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدايالاتو سفارت وایي، افغان زدهکوونکو، په ځانګړې توګه ښځو د ډېرو ستونزو سربېره د روغتیا، زدهکړو او پرمختګ په برخو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړی.
"د دې خاورې په زړه کې مې خپل لار وموندله. زه ۲۲ کلنه نجلۍ یم او پهداسې هېواد کې ژوند کوم چې جګړې او ناامنۍ زموږ ژوند ډېر سخت کړی دی."
سوسن د ښوونځي دوره په ډېرې سختۍ او کوښښ تېره کړې ده، خو کله چې یې د ځان پر وړاندې د لوړو زدهکړو دروازې تړلې ولیدلې، بیا یې هم خپلې هڅې پرې نهښودې او د خپل پرمختګ لاره یې ولټوله. Читать дальше...
د پاکستان کرکټ بورډ وايي د کرکټ نړیوالې شورا ورته واضحه کړې چې د هند ملي لوبډله د لوبو لپاره پاکستان ته نه ورځي.
د اي اېس پي اېن کريک اينفو ویبسايټ دا خبر د نومبر پر ۱۱مه د پاکستان کرکټ بورډ ته رسېدلي د هغه ايميل په اړه ورکړی چې په وينا یې د کرکټ نړيوالې شورا ورته لېږلی دی. د بورډ ترمخه په دې ايميل کې ويل شوي چې هندۍ لوبډله به پاکستان ته نه ورځي. د پاکستان کرکټ بورډ ويلي چې دوی اوس حکومتي لارښوونې ته منتظر دي چې په چيمپينز ټرافۍ کې د هند سیاليوو سره څه وکړي؟ دې ویبسايټ ليکلي چې ممکنه ده په دې... Читать дальше...
له کلونو وروسته د ځايي قومي جرګې په مرسته پر ټغر سره کېني او یو-بل ته د ورورۍ غېږې ورکوي.
حاجي فضل محمد او عیسی خان چې د ځمکې پر سر يې له کلونو اوږده دښمني لرله، خو پهدې وروستیو کې د جرګې په مرسته یوځای شو او دوښمني يې په دوستۍ بدله کړه.
فضل محمد وايي، کلونه یو له بل سره د ځمکې پر سر جنګېدلي دي او د دې لانجې له کبله يې ماشومان، کورنۍ او خپل ژوند له لویو خطرونو سره مخامخ و، خو د جرګې له برکته يې اوس دوستي کړې ده او خپل اختلاف يې پای ته رسولی دی.
هغه وايي: "موږ کلونه د ځمکې د لانجې له امله... Читать дальше...
د روسیې د ولسمشر ویاند د امریکا د متحدایالتونو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ او روسیې د ولسمشر ترمنځ د ټلیفوني خبرو موضوع نن رد کړه.
د کرملین ویاند په رسنیو کې هغه خپرې شوې ادعاوې رد کړې چې پهکې ویل شوي وو، چې د امریکا د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
دمیتري پیسکوف نن دوشنبه ویلي، چې پهدې اړه خپاره شوي خبرونه جعلي دي او د دواړو لوریو ترمنځ دا ډول خبرې نهدي شوي.
کله چې له هغه پوښتنه وشوه چې ایا پوتین له ډونالډټرمپ سره د تماسونو... Читать дальше...
د طالبانو حکومت د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ۲۱ سترو کانونو د کېدنې د چارو د پیل خبر ورکوي.
که څه هم له وړاندې د طالبانو پر حکومت د طبعي زېرمو د کېدنې په برخه کې د شفافیت د نه موجودیت له کبله نیوکې کېږي، خو تازه د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت ویلي چې، د ۲۱ سترو کانونو د اکتشاف او استخراج چاري یې پیل کړي دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت پرون یکشنبه د (نومبر۱۰مه) په خپله ايکسپاڼه کې د یوه بیان په خپرولو سره ویلي چې، په دغو کانونو کې د اوسپنې، سرب، جست، سره زر، یاقوت،... Читать дальше...
د افغانستان او بنګلهدېش د کرکټ ملي لوبډلې نن دوشنبه د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه ترسره کوي.
دغه سیالي د کابل پر وخت ۲:۳۰بجې پیليږي، پچه یې بنګلهدېش وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.
تر دې دمه دواړو لوبډلو یوه-یوه سیالي ګټلې ده او پهدې سره لوبلړۍ ۱ـ۱ مساوي ده، نننۍ سیالي به د لوبلړۍ ګټونکې لوبډله په ډاګه کړي.
په نننۍ سیالۍ کې د افغانستان د ۱۱ـ کسیزې لوبډلې په ترکیب کې هېڅ بدلون نهدی راغلی، خو د بنګلهدېش لوبډلمشر نجمالحسین شانټو چې د لوبلړۍ مخکښ منډه جوړونکی هم دی، د ټپونو... Читать дальше...
د شکنجې پر وړاندې د نړیوال سازمان (OMCT) چارواکي وایي چې، افغان نارینه او ښځینه بندیان د طالبانو په زندانو کې سختې شکنجې تېروي.
د دغه سازمان د بشري حقونو همغږې کوونکې سیبل ماني چې د روان کال د اګسټ په وروستیو کې د یوې اوونۍ لپاره افغانستان ته سفر کړی، سویسي رسنۍ «سویس انفو» سره په یوه مرکه چې پرون یکشنبه (د نومبر په ۱۰مه) خپره شوې ویلي چې، دې د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې له ښځو، د بشری حقونو فعالانو، د نړیوالو او سیمهییزو مؤسسو له مسوولینو او هغو کسانو سره لیدلي چې، په خبره یې د طالبانو د زندانونو تجربې یې درلودې. Читать дальше...
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډله د بنګلهدېش په وړاندې نننۍ پنځوس اووره یا یو ورځنۍ مسابقې ته پوره چمتووالی لري.
د دغه بورډ ویاند سید نسیم سادات نن ازادي راډیو ته وویل: "افغان لوبډلې د دغې لوبې لپاره پوره چمتووالی نیولی دی. د دې لوبلړۍ لومړۍ دوې لوبې هم ښې لوبې وې. لومړۍ لوبه د افغان لوبډلې او دویمه د بنګلهدېش په بریا پای ته رسېدلې وه. په ټوله کې افغان لوبغاړو ښه لوبه کړې ده."
نننۍ لوبه چې درېیمه او وروستۍ ده، د کابل پر وخت د ماسپښین پر دوه نیمو بجو پيلېږي.
که هر هېواد نننۍ لوبه وګټي د روانې لوبلړۍ ګټونکی به وي.
ټاکل شوې د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته سفر وکړي.
د ایران دولتي رسنیو پرون یکشنبه راپور ورکړی، چې ګروسي د چهارشنبې په ورځ ایران ته ځي.
ګروسي تېره اوونۍ ویلي وو، چې ښايي په راروانو ورځو کې د ایران پر لانجمن اټومي پروګرام د خبرو لپاره تهران ته سفر وکړي.
ایران خپل اټومي فعالیتونه وروسته له هغې زیات کړل، چې واشنګټن په ۲۰۱۸م کال کې د ډونالډټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې له هغې اټومي موافقې ووت چې په ۲۰۱۵م کال کې د تهران او د نړۍ د لویو قدرتونو ترمنځ لاسلیک شوې وه. Читать дальше...
د اسرايیل پوځ وايي، په غزې تړانګه کې یې د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې پوځي مشر محمد ابوسخیل وژلی دی.
د اسلامي جهاد ډلې د جرمني خبري اژانس ته د ابوسخیل مړینه تایید کړې ده.
د اسرايیل پوځ پرون یکشنبه وویل چې، هغه د غزې په شمال کې پر یوه پخواني ښوونځي په برید کې وژل شوی دی.
پهدې برید کې د ابوسخیل زوی، لور او درې نور کسان هم وژل شوي دي.
ابوسخیل په مې میاشت کې وروسته له هغې د اسلامي جهاد ډلې د پوځي مشر په توګه وټاکل شو، چې د اسرايیل د پوځ په یوه برید کې د دغې ډلې پخوانی پوځي مشر ووژل شو.
اسلامي... Читать дальше...
د سعودي عربستان لوی درستیز فیاض بن حمید الرویلي د یکشنبې په ورځ تهران ته د یوه ناڅاپي سفر په ترڅ کې له خپل ایراني سیال محمد باقري سره وکتل.
د ایران د ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی چې، دوی د دفاعي ډیپلوماسۍ او دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
پهدې اړه نور جزیات نهدي ورکړل شوي.
د ایراني رسنیو په حواله، باقري تېر کال د سعودي له دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان آل سعود سره د سیمهییزو تحولاتو او دفاعي همکاریو په اړه خبرې کړې وې.
الرويلي د سعودي عربستان دویم لوړرتبه چارواکی دی چې... Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России