Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2024

د طالبانو د کندهار مرستيال والي رسنيو ته: زموږ په ګټه تبليغات او د نظام دفاع وکړئ

0
په کندهار ولایت کې د طالبانو د حکومت چارواکو له رسنیو او خبریالانو غوښتي چې، په تبلیغاتي برخه کې د دوی د نظام دفاع وکړي.


په کندهار ولایت کې د طالبانو د حکومت مرستیال والي له خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو غوښتي چې د نړۍ او هېوادونو د منفي تبلیغاتو مخه دې ونیسي او د دوی د نظام د دفاعي ځواک و اوسي.


محمد صادق انقلابي دا خبره پرون شنبه (د نومبر په ۲مه) په کندهار کې د یوشمېر خصوصي او دولتي رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره د لیدو پر مهال کړې ده.


په‌دې ناسته کې ګډونوالو د ځینو خصوصي رسنیو مسوولینو او خبریالانو ازادي راډیو سره خبرو کې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه‌غوښتل په راپور کې يې نومونه او غږونه خپاره شي، د یادې موضوع په بیانولو زیاته کړه چې، په دغه ولایت کې د خپل کار پر مهال له ګڼو ننګونو او محدودیتونو سره مخامخ دي.


ازادي راډیو ته د رسنیو دغو مسوولینو او خبریالانو د دې ناستې خبرپاڼه هم راستولې چې په‌کې په کندهار کې د طالبانو د حکومت د مرستیال والي محمد صادق انقلابي په حواله راغلي: "کفري نړۍ په فزیکي جګړه کې له ماتي وروسته، اوس تبلیغاتي جګړې ته مخه کړې او تاسې (رسنۍ او خبریالان) په تبلیغاتي برخه کي د دې نظام دفاعي ځواک یاست."




انقلابي ویلي چې، خبریالان او رسنۍ باید د هېوادونو د ټولو منفي تبلیغاتو مخه ونیسي او هغه څه دې خپاره کړي چې په خبره یې د هېواد، نظام او ولس ګټې په‌کې نغښتې وي.


دا خبرپاڼه په کندهار کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند محمود عزام هم ازادي راډیو ته استولې ده.


د خبریالانو د ملاتړ ځینې بنسټونه خبریالانو او رسنیو ته د طالبانو حکومت د چارواکو داشان ویناوې د بیان د ازادۍ خلاف بولي او وایي چې، هيڅ نظام ازادې او خصوصي رسنۍ د خپلو تبلیغاتو لپاره نه‌شي مجبورولای.


له‌دې ډلې د افغانستان د خبریالانو مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې د کمېټې مسوولې سمیې ولي‌زاده د یک‌شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، رسنۍ او خبریالان د بې پرېتوب، دقت او توازن په چوکاټ کې باید ازاد فعالیت ته پرېښودل شي.


نوموړې وايي: "له‌دې اصولو پرته نور که هر څه پر رسنیو اعمالېږي، محدودیت او د (رسنیو) له اصولو سرغړونه بلل کېږي، د خبریالانو او رسنیو حرفوي کار اغېزمنوي او په افغانستان دننه پر خبریالانو او رسنیو یو ډول سانسور تحمیلوي."




د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان سازمان مسوول حامد عبیدي بیا ازادي راډیو ته وویل چې، د طالبانو د حکومت د چارواکو دا ډول څرګندونې او کړن‌لارې د افغان خبریالانو او رسنیو له لارې له افغانستانه بهر ته د معلوماتو رسولو د مخنیوي هڅه ده.


هغه وايي: "په تېرو درې کلونو کې طالبانو دا هڅه کړې چې خبریالانو باندې فشار وارد کړي، محدود یې کړي، خبریالان وګواښي تر څو دوی اطلاعات بهرنیو رسنیو سره شریک نه‌کړي، دا د ژورنالېزم خلاف عمل دی او زه فکر کوم چې په ۲۱مه پېړۍ کې دا ناشونې ده."


خو په کندهار کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند محمود عزام ازادي راډیو سره خبرو کې په دغه ولایت کې پر رسنیو د محدودیت خبره رد کړه او ویې ویل چې، د مرستیال والي محمد صادق انقلابي د خبرې هدف د ده په ټکو "د منفي تبلغاتو پر ضد، برحق نشراتو" ته د رسنیو هڅول دي.


دا په‌داسې حال کې ده چې په‌دې وروستیو کې ازادي راډیو سره خبرو کې یو شمېر خبریالانو او د رسنیو مسوولینو د کندهار په ګډون له ګڼو ولایتونو پر دوی د طالبانو د حکومت له لوري د بېلابېلو محدودیتونو خبره کړې دي.


د دې محدودیتونو په لړ کې یو هغه یې په رسنیو کې د ذي روحو یا ژوندیو موجوداتو د فلم او تصویر خپرولو بندیز دی چې، د طالبانو د حکومت د امربالمعروف په نوي قانون کې هم په صراحت لیکل شوې ده.




که څه هم د طالبانو حکومت وړاندې ویلي چې، د اسلامي شریعت په چوکاټ او ملي ارزښتونو ته په پام کې نیولو سره د رسنیو فعالیت ته ژمن دي، خو د یادونې ده چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته تر رسېدو وروسته، پر ازادو رسنیو بېلابېل محدودیتونه لګولي او ان د یوشمېر رسنیو د کارکوونکو او مسوولینو په خبره دوی یې سانسور ته اړ ایستي دي.


دوی په‌دې موده کې د دغو محدودیتونو په بهیر کې په رسنیو کې د موسیقۍ او ټلوېزیوني سریالونو او په ژوندۍ بڼه د سیاسي بحثونو خپرولو بندیز لګولی، د ښځینه کارکوونکو مخ پوښل یې جبري کړی، په ولایتونو کې یې په راډيويي خپرونو کې د نجونو او ښځینه‌و اړیکې اخیستل هم بند کړي او ان ځینې رسنۍ یې په بشپړه توګه بندې کړې هم دي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России