Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2024

طالبان: دولتي ځنځيري مغازې بېرته فعالوو؛ خلک: عملي فعاليت ته‌ يې هيله‌من نه‌‌يو

0
د طالبانو حکومت د ارزاقو اماراتي شرکت مسولینو ویلي چې، ډېر ژر به په کابل کې دولتي (ځنځیري مغازې) بیا فعالې کړي.


په افغانستان کې اقتصادي ستونزو او د خلکو د بې‌وزلۍ مخ پر زیاتېدونکې کچې ته تر نړیوالو اندېښنو وروسته، د طالبانو حکومت د ارزاقو (اماراتي) شرکت مسولینو ویلي چې، ډېر ژر به په کابل کې دولتي (ځنځیري مغازې) بیا فعالې کړي.




د دغه شرکت مشرعبدالرزاق رفیع پرون شنبه د نومبر ۲مه په‌دې اړه د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي چې، د دغه مغازو په بیا فعالولو سره به تر یو بریده د خوراکي توکو بیې کنټرول شي.


نوموړي ويلي: "موږ پلان لرو چې بېرته هغه اړونده ځنځیري مغازې فعاله کړو او خلکو ته ترې خدمتونه وړاندې کړو، څو دوی هوسا شي او په ورته وخت کې په بازار کې د قېمت توازن هم وساتل شي."


نوموړي په‌دې اړه ډېر جزیات نه‌دي ورکړي او د یاد شرکت مرستیال محمد امین صاحب‌زاده هم په‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.


د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي د پخوانیو دولتي مغازو بیا فعالېدو هرکلی کوي، خو وايي تېرو ژمنو ته په کتو ګومان نه‌‌کوي، چې عملي بڼه به خپله کړي.


د کابل ښار اوسېدونکي محمد شبیر په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دوی (طالبان) په رسنیو کې دا وايي چې د مغازو په جوړلو سره به له خلکو سره مرسته وکړي او بیې به راټیټې شي، تېر ته په کتو دوی یوازې په‌دې اړه خبري کوي او هغه ډول اقدامات چې د خلکو پر ژوند اغېز وکړي نه‌یې کوي او خلک تېر باسي."




د ارزاقو دولتي شرکت مخینه څو لسیزو وړاندې ته ورګرځي چې د وخت حکومت به د خلکو د اړتیا وړ خوراکي اوغیر خوراکي توکي له داخلي او خارجي منابعو تدارکول او د دولتي ادارو کارکوونکو او عامو خلکو ته یې په کمه بیه او یا هم مفت وېشل.




دولتي مامورینو ته بېلابېل توکي د کوپون له لارې وېشل کېدل او د یادونې ده چې د سیلوګانو فعالیت هم یې هم د کارونو یوه برخه وه.


د کابل ښار یو بل اوسېدونکي صفي‌الله ازادي راډیو ته وویل: "اوس خلک له بې‌روزګارۍ، د توکو د بیو د لوړوالي په ګډون له ډول ډول ستونزو سره مخامخ دي، غوښتنه مې دا ده چې طالبان د ټولو خلکو لپاره اسانتیاوې په پام کې ونیسي."


د اقتصادي چارو یوشمېر پوهان له ډلې یې اذرخش حافظي وايي، په کابل ښار کې د پخوانیو دولتي مغازو فعالول اغېزمن دي، خو دا چې دغه اقدام به څنګه او له کومو امکاناتو کېږي په اړه یې دا او ګڼې نورې پوښتنې موجودې دي.


نوموړی وايي: "د ارزاقو مؤسسه مخکې یوه عام‌المنفعه مؤسسه وه چې د موادو د برابرولو په برخه کې چې دولتي مامورینو ته یې وړیا ورکول او نورو خلکو ته یې په کمو بیو وېشل فعالیت کاوه، دغه شرکت سوداګري نه کوله او ډېره پانګه یې لرله، خو اوس نه‌پوهېږم چې دا شرکت په څه ډول غواړي د نرخونو د تعدیل په برخه کې رقابتي بڼه ولري ځکه د احصایو له‌مخې د افغانستان د سوداګرۍ کچه په کال کې لس میلیارده ډالره ده."




له بې‌وزله خلکو سره د مرستې او د بیو د کنټرول په هدف د طالبانو د حکومت دا څرګندونې داسې مهال دي چې، د کابل او بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې په وار-وار د بې‌روزګارې او د توکو د بیو له لوړوالي شکایت کړی او په‌دې برخه کې یې د لاس‌نیوي غوښتنې کړي دي.


د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) ویلي، په افغانستان کې په میلیونونو افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.


اوچا د اکتوبر په ۲۷مه په خپل راپور کې د بشري مرستو لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې جویس موسویا په حواله لیکلي، دوامداره نړیوال ملاتړ حیاتي رول لري، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې بشري مرستې په‌دې بحران ځپلي هېواد کې ترټولو زیان منوونکو خلکو ته ورسېږي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России