Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2024

د کابل په پغمان کې اورلګېدنه؛ طالبان: دوه کسان مړه شوي او ۸۱ ټپيان دي

0
د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وايي، تېره شپه د کابل د پغمان ولسوالۍ په قلعه حیدرخان سیمه کې د ګازو د تولید په یوه شرکت کې د اورلګېدنې له امله دوه تنه مړه او ۸۱ نور په سطحي ډول برسېرن ټپیان شوي دي.


د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د حيدرخان کلا د سيمې اوسېدونکی جعفر د یک‌شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، اورلګېدنې د سیمې خلکو او هټیوالو ته ډېر زیانونه اړولي دي.


هغه وايي: "هغه هټۍ چې سیمې ته نږدې وې ډېر زیان یې لیدلی، یو هوټل هم د اورلګېدنې سیمې ته نږدې و هغه هم زیانمن شوی، د هټيو دروازې خرابې شوي او ښېښې یې ماتې شوي."


د سیمې یو بل اوسېدونکی چې نه‌یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل چې که څه هم د پېښې پرمهال په کور کې نه و، خو د خپلې کورنۍ او ملګرو په حواله وايي چې، دا اورلګېدنه د کورنۍ او د سیمو د خلکو لپاره یې ډېره وېرونکې وه.


هغه وايي: "زموږ کور ټکان وخوړ، مېرمنې او ماشومان وېرېدلي و، خلکو ته ډېر زیان ورسېد، اور دومره وېرونکی و چې له لرې لېدل کېده، د کورونو ښېښې ماتې شوي."




د طالبانو تر کنټرول لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وايي، تېره شپه د قلعه حيدرخان سيمه کې د اورلګېدنې له امله دوه کسان مړه او ۸۱ نور په برسېرن ډول ژوبل شوي دي.


یادې ادارې د یک‌شنبې په ورځ (د عقرب په ۱۳مه) په خپله ایکس‌‌پاڼه لیکلي چې، د دې ادارې او د کورنیو چارو وزارت د اوروژنې ریاست د ګډې لومړنۍ ارزونې له‌مخې په‌دې پېښه کې شرکتونو، سوداګرو او کسب‌ګرو ته له يو میلیون او ۲۰۰ زره ډالرو زیات مالي زیان اوښتی.




دا اداره وايي، دا لومړنۍ شمېرې دي او د سروې او ارزونې د روانې پروسې له امله کېدای شي بدلون ومومي.


که څه هم تر اوسه معلومه نه‌ده چې د ګازو د تولید په دغه شرکت کې د اورلګېدنې لامل چې د ګازو ټانکرونو د چاودنې لامل شوی څه و، خو دې ادارې په خپله وېب‌پاڼه کې لیکلي چې، د ګازو د دغه ټانکرونو ټوټې د اورلګېدنې ځای څخه ۲ کیلومتره شاوخوا ته غورځېدلي او ځایي خلکو ته یې مالي زیان رسولی دی.


د چاپيریال ساتنې کارپوه احمد جاوید نوري وايي، د تېلو او ګازو زېرمې باید د خلکو د استوګنې له سیمو لرې جوړې شي، څو ځايي خلکو ته زیان ونه رسېږي.


نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "د چاپيریال له نظره، د نفتي موادو زېرمې باید د استوګنې له سیمو څخه لږ تر لږه درې کیلومتره لیرې جوړې شي، له بده‌مرغه دا اورلګېدنه چې په شرکت کې وشوه خلکو ته یې زیان اړولی، ځکه شرکت د کورونو په منځ کې رامنځته شوی. که د چاپیریال ساتنې مسایل په نظر کې نیول کېدی خلکو ته به زیان نه‌رسېد."




د پېښې له ځای څخه ازادي راډيو ته په لېږل شویو انځورونو او ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې خلک د خپلو ویجاړ شویو دوکانونو مخې ته راټول شوي او د سیمې ډېری دوکانونه سخت زیانمن شوي دي.


دا لومړی ځل نه‌دی، چې په کابل ښار کې دومره لویه اورلګېدنه رامنځته کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم په کابل او بېلابېلو ولایتونو کې ورته د اورلګېدنې پېښې شوي، چې له امله یې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.


په ډېری مواردو کې خلک نیوکه کوي چې، د طالبانو حکومت د اوروژنې ټیمونه د اور د کنټرول لپاره په وخت نه‌دي رسېدلي او له همدې امله اور د ساعتونو لپاره دوام کړی او د ډېرو زيانونو لامل شوی.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России