Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2024

ملګري ملتونه: افغانستان کې هرو دوو ساعتونو کې يوه مور د ماشوم د زېږون پر مهال مري

0
د ملګروملتونو سازمان د وګړو صندوق (UNFPA) په افغانستان کې د مېندو د مړینې د کچې پر لوړوالي د اندېښنې په څرګندولو وایي، په دغه هېواد کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د امېندوارۍ او ماشوم د زېږون پر مهال د مخنیوي وړ ناروغیو له امله مري.


دغې ادارې په خپل تازه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ ناوخته یې خپور کړی، د افغانستان کمزوري روغتیايي سیستم په ځانګړي ډول د دغه هېواد په کلیوالو سیمو کې د خلکو د لاس‌رسي محدودیت ته په اشارې ټینګار کړی چې، دغه شرایط مېندې او نوي زېږدلي ماشومان له شدیدو خطرونو سره مخامخ کوي.


بل‌خوا ځینې کورنۍ چې د ماشوم د زېږون پر مهال یې مېرمنې او ماشومان مړه شوي وایي، روغتیايي اسانتياو ته نه لاس‌رسی او اقتصادي ستونزې یې لاملونه وو.




د جوزجان ولایت د مګل جي ولسوالۍ اوسېدونکي سمیع‌الله ازادي راډیو ته وویل: "زموږ په کلي کې روغتون نه‌شته او له ښاره لرې یوو، کله چې مې د مېرمن وضعیت خراب شو، ومو نه‌شو کړای چې هغه په خپل وخت کلینیک ته ورسوو، لومړی ماشوم له‌منځه ولاړ او مور یې هم د شدیدې خونریزۍ له امله ساه ورکړه."




د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ اوسېدونکي حلیم اغا هم په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "زما د تره د مېرمنې د ماشوم د زېږون پر مهال فشار لوړ شوی و، ډاکترانو زیاته هڅه وکړه خو نتیجه یې ورنه کړه او هغه مړه شوه."


د مور او ماشوم د روغتیا متخصص ډاکتر محمد عارف حسن‌زي ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، دا ستونزه د امېندوارۍ پر مهال د بې‌وزلۍ، خوراکي نه خوندیتوب او روغتیايي اسانتیاو ته د لاس‌رسي نه‌شتون له امله رامنځته کېږي.


نوموړی وايي: "د امېندوارۍ مرحله داسې یو پړاو دی چې مور او ماشوم دواړه له ګواښ سره مخامخ وي، په‌‌‌دې معنا چې مور هر خواړه چې خوري، هغه په دواړو وېشل کېږي، که مور ناروغه وي هم دې ته ضرر رسېږي او هم یې ماشوم ته، په‌‌‌دې وخت کې د کورنۍ چلند هم ډېر مهم دی او باید مور ته ښه خواړه ورکړل شي، مور باید د امېندوارۍ په ۹ میاشتنۍ دوره کې په دوامداره توګه له ډاکترانو سره په تماس کې وي."




راپور کې زیاته شوې، د اسیا لپاره د ملګروملتونو د وګړو د صندوق سیمه‌ییز مشر پیو سمېت، د اوږدمهالو جګړو، محدودیتونو او د کار له لاسه ورکولو له امله پر افغان مېرمنو د رواني فشار د زیاتېدو یادونه کړې ده.


په‌‌دې راپور کې راغلي چې نوموړي د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره لیدلي، تر څو په ټکو یې په ټول هېواد کې د روغتیا پاملرنې لپاره د زېرمو د پراخولو پلانونو، په محرومو سیمو کې د نویو روغتیايي مرکزونو رامینځته کولو، ګرځنده روغتیايي خدماتو ته د ودې ورکولو او د مېندو او ماشوم روغتیايي پاملرنې اسانتیاو ته د برابرولو په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.


له‌دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو‌ايچ‌او) هم اعلان کړی و چې، په ورځني ډول په ټول افغانستان کې نږدې ۲۴ مېندې او ۱۶۷ ماشومان د امېندوارۍ او زېږون پر مهال د مخنیوي وړ ناروغیو له امله مري.


دغه سازمان دغه شان ویلي وو، د جدي خطرونو پر وړاندې د مبارزې لپاره په افغانستان کې ۳۵۲ میلیونو اضافي ډالرو ته اړتیا لري او په ټکو یې په مجموعي ډول باید له مرستندویانو د راتلونکو ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو لپاره ۴۲۳ میلیونه ډالر بودجه تر لاسه کړي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России