سېف دِ چلډرن: د سېلابونو له امله زيانمن شوي افغانان به ژمي کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي
سېف د چلډرن په افغانستان کې د زیانموونکو کسانو د وضعیت په اړه د اندېښنې سربېره وايي چې، دغه صندوق د ژمي د برنامو د پلي کولو لپاره د ۴۰۲ میلیونه ډالرو د بوديجې له کښمت سره مخامخ دی.
دغه صندوق پرون یکشنبه د نومبر ۱۰مه په خپله ايکسپاڼه کې د یوه بیان په خپرولو سره خبرداری ورکړی چې، د ژمي په رارسېدو به سېلابځپلي او هغوی چې د خوراکي توکو له کمښت (ناامنۍ) سره مخامخ دي لا ډېرو ستونزو سره به مخامخ شي.
سیف د چلډرن ویلي چې، د اټکل لهمخې مرسته کوونکي بنسټونه د ژمنیو اړتیاو د پوره کولو لپاره په افغانستان کې یو میلیارد ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.
دغه صندوق همدا راز ویلي، د ژمنیو مرستو په دوام به ۱۸ زره کورنیو سره ډول-ډول مرستې وکړي.
دا پهداسې حال کې ده چې یوشمېر سېلابځپلي بیا ګیله کوي چې، د پام وړ مرستې ورسره نهدي شوي.
د پروان ولایت اوسېدونکي محمد حلیم پهدې اړه ازادي راډيو ته وویل: "امکانات نهلرم چې په کوم ځای کې کرایي کور ونیسم، اړ یم چې په همدې نیمه ویجاړ کور کې ګذاره وکړم."
د بغلان اوسېدونکی نقیبالله د ورته اندېښنې په شریکولو سره وايي: "سېل راغی او دوکان یې راته یووړ، دلته څه باندې شل کورونه اباد و، خو له هغې یوازې دوه کورونه پاتې شوي دي، د کورنۍ غړي وژغورل شول خو نور هيڅ نهدي پاتې شوي."
د یوه ټولنیز مرسته کوونکي بنسټ غړی محمد فرهمند چې د مرستو او اړمنو وضعیت له نږدې څاري، پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل: "پکاره ده چې ملي او بینالمللي مؤسسې د بېوزلو او زیانمو لاسنیوی وکړي او په هر حال حالت کې له خلکو ملاتړ وکړي، ځکه هغوی خپل هرڅه له لاسه ورکړي."
د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا (ډبلیوايفپي) هم په خپله ايکسپاڼه کې د ورته اندېښنو په شریکولو سره ویلي چې، د اقلیمي بدلون څپو په افغانستان بد اغېز لرلای دی.
د ډبيلوايفپي په خبره وچکالي او د سېلابونو راوتل په افغانستان کې د غذايي امنیت پر وړاندې له جدي ننګونو شمېرل کېږي.
د ملګروملتونو د معلوماتو لهمخې په افغانستان کې وضعیت کړکېچن دی او نږدې ۲۴میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او ډېری افغانان د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې له طالبانو ناهیلي شوي دي.
ملګروملتونو همداراز ویلي چې، پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو له لوري د وضع شویو محدودیتونو له کبله ډېری نړیوالو مرسته کوونکو خپلې مرستې راکمې کړي، چې دې مسئلې د هغو مرسته کوونکو بنسټونو چارې له خنډ سره مخامخ کړي، چې غواړي په ساړه ژمي کې د اړمنو لاسنیوی وکړي.
