پاکستاني پوليسو پر مظاهرهچيانو ډزې کړي، د يو تن د وژل کېدو خبر ورکړل شوی
لږ تر لږه د یوه مظاهرهچي د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي خبرداری ورکړی، که مظاهرهچیان له وسلو کار واخلي پولیس به یې هم په مرمیو ځواب ورکړي.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په پاکستان کې د مظاهرهچیانو پر ضد د وسلو کارول د شرم وړ بللي او ویلي یې دي چې، د پوځ مقررات اجازه نه ورکوي چې د خپلو خلکو پر ضد وسلې وکاروي.
د پاکستان پولیسو ویلي، له تېرو دوو ورځو راهیسې له مظاهرهچیانو سره په اخ و ډب کې د دوی یو افسر وژل شوی او نهه نور سخت ژوبل دي.
د سهشنبې په سهار پولیسو همداراز په مظاهرهچیانو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی او هڅه یې کړې د هغوی د مخته تلو مخه ونیسي.
د تحریک انصاف پاکستان زرګونه پلویان چې په مظاهره راوتلي، د اسلاماباد لس کیلومترۍ ته رسېدلي دي.