Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2025

په اسلام اباد کې یو شمیر افغانان چې نورو هیوادونو ته د تګ کیسونه لري وايي، کورونه په پور چلوي

0

د میرویس په نامه یو کس چې د امریکا متحده ایالاتو ته تګ لپاره (پي ۲) کیس لري، له تیرو دریوو کلونو راهیسې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې میشت دی.

وايي اسلام اباد کې کډوال له سختو ستونزو سره مخامخ دي، کور په پور چلوي، خو اوس څوک پور هم نه ورکوي.

میرویس ازادي راډیو ته د خپلې بې وزلۍ کیسه کوي:

" د اوبو او ګازو په دکان کې کار کوم، د میاشتې ۱۵ زره کلدارې معاش راکوي، چې پنځوس ډالره هم نه کېږي، په ډیرو کمو پیسو له اتو ساعتونو زیات کار کوم، ماشومان مې نشي کولای چې ښوونځي ته ولاړ شي، لنډه دا چې دلته د کډوالو ژوند ډیرو ستونزو سره مخ دی."

په اسلام اباد کې یوه بله میشته افغانه لیلا چې دا هم ( پي ۲ ) کیس لري وايی له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ ده:

" مونږ کوم درامد نه لرو، ژوند په پور مخته ځي، اوس څوک قرض هم نه ورکوي، د افغانستان کډوال څوک چې د خپلو کیسونو په تمه دي د هغوی ژوند نور هم مخ په خرابېدو دی، څه یې چې لرل مصرف یې کړل، نور څه نشته چې مصرف یې کړو او خپل ژوند پرې تېر کړو."

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د لومړنیو خوراکي توکو یو شمیر افغان پلورونکي هم وايي، ډیری خلک چې دوی ته مراجعه کوي سودا په پور غواړي خو دوی نه شي کولای چې د ټولو غوښتنې پوره کړي:

د یو خوراکه پلورنځي خاوند فضل ازادي راډیو ته وویل:

"دوکان لرم. د خوراکه فروشۍ او ترکاري فروشۍ، دلته افغانان ډیر له اقتصادي مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي، څه سرمایه یې چې لرله هغه یې ټوله خلاصه کړې، څه یې چې لرل هغه یې خرڅ کړي، نو اوس اکثره د قرض تقاضا کوي او مونږ چې قرض ورکوو هغه نه شي ورکولای، میاشت په میاشت خلک ویزې تمدیدوي او پیسې پې ورکوي نو څوک چې لوی فامیلونه لري ډیر زیات مشکلاتو سره مخ دي ."

دغه ښار کې بل افغان خوراکه پلورنکی حضرت رسولي هم ورته خبره کوي:

" د خلکو اقتصاد دلته ډیر خراب دی. له موږ چې پور واخلي وايي راوړو یې بیا یې نه راوړي، کورته هم چې پسې ولاړ شو ډیر ځورېږو ځکه اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی، خپل د کور کرایه نه شي ورکولای، د برښنا بیل په خپل وخت نه شي تحویلولی، جریمه کېږي دا مسلمانان."

اسلام اباد کې د کډوالو د شورا یو پخواني غړي میوند علمي افغان هم ازادي راډیو ته وویل چې اوس دلته میشت افغانان ډیری یې اقتصادي ستونزې لري او په خبره یې خلک له دې امله په روحي او رواني ناروغیو اخته شوي او ان ځان وژنې یې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د اپریل په ۲۹ د پاکستان په اسلام اباد کې میشتو افغانانو چې امریکا ته د تګ ( پي۱ ) او ( پي ۲ ) کیسونه لري د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه په یو سرخلاصي لیک کې غوښتي چې له خپلو افغان متحدانو ملاتړ ورکړي او هغه هیواد ته یې د بیا میشتندنې ځنډول شوی پروسه بیا پیل کړي.

په دې لیک کې چې ازادي راډیو سره هم شریک شوی ویل شوي، چې دا مهال دوی د اقتصادي مشکلاتو په ګډون له ګڼو نورو بېلابیلو ستونزو سره هم مخ دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته د جنورۍ پر ۲۰مه په امریکا کې د کډوالو د بیا مېشتېدنې پروګرام د دریو میاشتو لپاره وځنډاوه.

د متحده ایالاتو حکومت د افغان کډوالو د لیږد د ځنډولو په تړاو ویلي چې هغه هیواد ته استول شوي افغانان د امنیت له پلوه په سمه توگه نه دي څیړل شوي.

خو اوس چې له درې میاشتو لس ورځې اوړي هم د دې پروګرام د بیا پیل په اړه هیڅ نه دي ویل شوي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России