Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2025

عوامي نېشنل ګوند وايي د مې دولسمې د پېښې قربانيانو ته انصاف نه دی ورکړل شوی

0

په کراچۍ کې د ۲۰۰۷ کال د دولسمې مې د خونړۍ پېښې د ۱۸ کلونو په پوره کېدو نن، د سيند صوبې وکيلانو اتحاديې له عدالتونو بايکاټ کړی دی او په ښار کې وکيلان توره ورځ لمانځي.په هغه ورځ ۵۸ کسان وژل شوي وو چې ۵۰ يې پښتانه وو. ياده پېښه پر داسې مهال رامنځته شوې وه چې د هغه وخت د پوځي ولسمشر پرويز مشرف لخوا د سپريم کورټ د لیرې کړل شوي قاضي افتخار محمد چوهدري د بحالۍ تحریک په زور کې وو. د نوموړي هرکلي ته د کراچۍ له بیلا بیلو برخو پښتانه د کراچۍ هوایي میدان ته روان وو چې د ښار په فیصل سړک کې ورباندې ډزې وشوې.

په کراچۍ کې د مې پر ۱۲مه د عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان پيپلز پارټۍ غړي او پلویان د محمد افتخار چودري په ملاتړ سړکونو ته وروتلي وو. د مظاهره چيانو د مخنيوي لپاره د جنرل پروېز مشرف د پوځي حکومت پولیسو اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه او ډزې یې وکړې.

عوامي نېشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي پارټي تور پورې کوي چې هغه مهال په حکومت کې شامل ګوند، متحده قامي مومنټ غړو هم د پولیسو په ملاتړ پر مظاهره چيانو ډزې کړې وي. متحده قامي مومنټ په لومړيوو کې په بریدونو کې ښکېلتيا ردوله خو بیا یې په رسمي دريځ کې وويل چې که غړو یې ډزې کړې هم وي، په خپله دفاع کې یې کړې دي.

په همدې حال کې د سيند وکيلانو په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د مې ۱۲مه د هر کال په شان دا ځل هم د تورې ورځې په توګه يادوي. په خپرپاڼه کې ادعا شوې چې په دې ورځ په پوځي امر ګڼ سوله خوښي، بې ګناه کسان وژل شوي وو چې د پاکستان په تاريخ کې توره ورځ ده. وکيلانو غوښتنه کړې چې په پېښه کې ککړو کسانو ته باید سخته سزا ورکړل شي.

په دې لړ کې عوامي نېشنل ګوند په سیند هايکورټ کې مقدمه هم چلولې وه. پولیسو پر ۵۵ کسانو له ۴۰ زیاتې مقدمې درج کړې وي. په تورنو کسانو کې د متحده قامي مومنټ يو مشر او د هغه وخت د کورنيوو چارو د وزارت سلاکار، وسیم اختر هم شامل وو. د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې عدالت اختر او د متحده قامي مومنټ ځيني نور غړي له تورونو پاک وګرځول. عدالت په خپله فیصله کې وويل چې د هغه کسانو په خلاف، د مې ۱۲مې په پېښه کې د ښکېلتيا کافي ثبوتونه نشته.

خو د عوامي نېشنل ګوند د سیند صوبې مشر، شاهي سيد وايي په عدالتونو کې د انصاف نه کېدو له وجې خلک مایوسه دي. هغه د مې پر ۱۲مه، مشال راډيو ته وويل چې تر اوسه د مې د دولسمې قربانيانو ته انصاف نه دی رسېدلی نو ځکه هغه کورنۍ خفه دي.

د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري هم د مې د دولسمې د اتلسمې کليزې په موقع د پېښې قربانيانو سره غمرازي ښودلې ده. هغه که څه هم د انصاف غوښتنه کړې خو دا یې نه دي ويلي چې په سیند صوبه کې یې په مسلسل ډول د حکومت باوجود په دې لړ کې ولې څه نه دي کړې.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России