Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2025

یو شمېر موټر چلوونکي: د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د دوهم لین سړک لپاره راڅخه پیسې اخیستل کیږي

0

په داسې حال کې چې د کابل – جلال اباد په لویه لار له موټر چلوونکو نه هره ورځ د جلال اباد او پلازمینې ترمنځ د دوهم لین سړک د جوړېدو لپاره پیسې اخیستل کیږي یو شمېر موټر چلونکي وايي د یو کال په تېرېدو هم د سړک د جوړېدو درک نشته.

دوی وايي په وروستیو کې دیاد سړک د جوړېدو چارې په ټپه درېدلي دي، او دا چې له دوی اخیستل کېدونکې پیسې پر کومې لوري ځي دوی نه پوهیږي.

د کابل – جلال اباد د لویې لارې یو موټر چلوونکي سردار اغا ازادي راډيو ته وویل:

[کار پرې نشته، اوس مهال یې کارونه ولاړ د، خو موږ نه پیسې اخیستل کیږي، د هر وړوکي موټر نه د یو اړخ تګ لپاره اتیا افغانۍ، له فلاینکوچونو او مارسډیزونو نه ۱۸۰ له مازدو موټرو نه ۵۰۰ او زر افغانۍ له لویو بار وړونکو موټرو نه اخیستل کیږي، نو پیسې په کافي اندازه ټولوي، خو کار په سړک نشته، په دې اوسني سړک هره ورځ ټرافیکي حادثې کیږي او خلکو ته مرګ ژوبله اوړي، باید په دوهم لین سړک کارونه شروع شي.]

د دې لین یو بل موټر چلوونکي ازادي راډيو ته وویل له یوې لوري د خلکو اقتصادي ستونز چې له امله یې دوی هم زیانمن شوي او له بلې لوري په ټول پلازو کې د طالبانو د حکومت له لوري پیسې اخیستل هغه څه دي چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

دغه موټر چلوونکي د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل چې په لومړیو کې دوی هم په دې خبر چې دوهم لین سړک به جوړ شي خوشحاله وو خو اوس له دې امله اندېښمن دي اوفکر کوي چې له دوی اخیستل شوي پیسې شخصي جیبونو ته ځي.

[په لومړیو کې موږ هم خوشحاله وو چې د کابل جلال اباد دوهم لین سړک به جوړ شي، خو اوس چې ګورو کار پرې نشته، اوس موږ سره اندېښنه ده چې دغه پیسي بل اخره د چا شخصي جیب ته ځي، له یوې خوا خلک هم غریب دي، موټر چلونکي هم له بدې ورځې لین ته راوتي دي، د هډي پیسې ترې یو ځای اخیستل کیږي، د ټرانسپورت بل ځای او د ښاروالۍ بل ځای.]

په دغه لویه لار یو شمېر نورو موټر چلوونکو هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې د یادې ستونزې په اړه خبرې وکړې.

دوی وايي د کابل – جلال اباد ترمنځ دوهم لین سړک جوړول اړین ځکه دي چې د دوی په خبره اوسنی سړک تنګ او ګڼه ګوڼه پرې ډېره ده چې له امله یې هره ورځ د ټرافیکو پېښو له امله مسافرو ته مرګ ژوبله اوړي.

د کابل – جلال اباد دویم لین سړک لومړنۍ کارونه د تېر جمهوري حکومت پر مهال په ۲۰۱۶ کال کې پیل شوې وې چې د امنیتي دلایلو له امله یې کارونه نیمګړي پاتې شول خو تېر کال د طالبانو حکومت خبر ورکړو چې د دې سړک د جوړولو چارې یې یو وار بیا پیل کړي دي.

د تېر کال د د اکټوبر په ۲۶ مه د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د دې لویې لارې رغول مهمه اقتصادي پروژه یاده شوې وه او په کې راغلي وو چې دغه لویه لار د وسایطو او عراده جاتو څخه د اخیستل کېدونکي حق العبور په بدل کې جوړېږي.

خو دا سړک د څومره پیسو او څومره وخت کې جوړیږي هغه مهال څه نه وو ویل شوي.

تازه هم د طالبانو د حکومت د فواید عامې وزارت ویاند په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون څه موده وړاندې خبر ورکړی وو چې د کابل – جلال اباد دوهم لین سړک شل سلنه کارونه بشپړ شوي داسې مهال چې د تېر جمهوري حکومت په وروستیو کې هم د دغه سړک د شل سلنه کار د بشپړېدو خبر ورکړل شوی وو.

د کابل-جلال‌اباد دوهم لین سړک چې شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د کابل له بګرامیو ولسوالۍ څخه پیل د دغه ولایت خاکجبار، د ننګرهار د حصارک، خوګیاڼیو او سره رود ولسوالیو څخه له تېرېدو وروسته، د ننګرهار له حلقوي سړک سره نښلول کېږي.

دا سړک څلور ختیځ ولایتونه؛ ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان له کابل سره نښلوي، دغه راز د سویلي اسیا او منځنۍ اسیا ترمنځ د ټرانزیت مهمه لار هم بلل کېږي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России