Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2025

نوي ډیلي له څلور کلن ځنډ وروسته افغانانو ته ویزې ورکول پیل کړي دي

0

په داسې حال کې چې افغانان په ځانګړې توګه چې له هیواده دباندي د تګ کېسونه او نارغان لري، د پاکستان او ایران د ویزو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي، تازه نوي ډهلي له څلور کلن ځنډ وروسته افغانانو ته د ویزو ورکول پیل کړي.

هندي رسنیو له دې ډلې " د هندو" ورځپاڼې پنجشنبه د مې په ۲۵ مه خبر ورکړی چې افغانان په ځانګړي ډول پانګه وال، هنرمندان، ناروغان، ورزشکاران او محصلین کولای شي د هند د ویزې غوښتنه وکړي.

ورځپاڼې لیکلي چې دا اقدام د تېرې اپریل میاشتې په وروستیو کې د نوې انلاین ویزې د ویب پاڼې په پرانستلو سره پیل شوی دی.

دغه ورځپاڼې د هندې چارواکو له قوله ویلي: "افغانان اوس د سوداګرۍ، درملنې، زده کړو او نورو موخو لپاره ویزې ترلاسه کولی شي. " خو د هندوستان حکومت په رسمي ډول تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په جرمني کې یو افغان چې کال مخکې یې د انلاین ویزې غوښتنه کړې وه خو کوم ځواب یې نه و ترلاسه کړی ازادي راډیو ته ویلي، تازه یې یو ایمیل ترلاسه کړی چې کولای شي بیاځلي د انلاین ویزې غوښتنه وکړي.

مونږ هڅه وکړه داسې کسان د مرکې لپاره ومومو چې تر اوسه یې له دغه بهیر ویزه ترلاسه کړي وي خو بریالي نه شوو، خو د بېلابیلو دغو کټه ګوریو افغانان د هند حکومت له دې اقدام هرکلی کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي دا چې هند د افغانستان سوداګریز مهم شریک دی او د افغانستان ډیری توکي په دې هیواد کې ښه بازار لري د ویزو پیلېدل یې د افغان سوداګرو لپاره یو ښه زیری دی.

د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل، په دې کار سره به هند ته د افغانستان په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي:

"د هند په بازارونو کې دوچې او تازه میوې په ګډون زموږ کرنیز محصولات او معدن ډېر ښه مارکیټ لري، دا چې د هند حکومت تازه پرېکړه کړې چې د افغانانو لپاره د ویزې برخه فعالوي دا ډېر ښه خبر دی، په دې سره به هند سره زموږ صادرات او واردات زیات شي، ستونزې به ختمې شي، دا یوه مهمه اړتیا ده."

نوموړي وايي پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته چې هند د افغانانو لپاره د ویزو ورکړه بنده کړې وه افغان سوداګرو خپل مالونه د کمیشن کارانو له لارې دوهم او درېیم لاس دې هیواد ته استول چې ګټه یې کمه او ستونزې زیاتې وي.

په ورته وخت کې یو شمېر ناروغ لرونکي او محصلین هم د هند له دې اقدامه خوښ دي.

د ننګرهار یو اوسېدونکې ۵۷ کلن محمد خان چې د زړه ناروغي لري او دوه ځل یې په ګاونډي پاکستان کې جراحي عملیات هم کړی وايي اوس ورته په کابل کې روغتیا پالانو هند ته د تګ سپارښتنه کړې ده:

"زه اراده لرم چې ویزه واخلم او هندوستان ته لاړ شم، د علاج لپاره ځکه زړه مې غټ شوی او د ژوندي پاتې کېدو امکانات مې کم دي، ډاکتران راته وايي چې هند ته لاړ شه، هلته درمل ښه دي او ډاکتران هم ښه دي."

یو شمېر محصلین هم چې د هند د ویزو د ستونزې له امله یې زده کړې نیمګړې پاتې دي وايي د تعلیمې ویزو په اخیستلو سره به یې د نیمګړو زده کړو هیلې پوره شي.

د کابل یو اوسېدونکی محمد زمان چې مخکې د هند په ګجرات پوهنتون کې محصل و ازادي راډيو ته یې وویل:

"په هند کې ښه فرصت شته، دا د پاکستان او ایران په پرتله یو ښه بدیل دی، چې افغانان ځوانان د هندوستان تعلیمې ویزې ترلاسه کړي او هلته زده کړې وکړي، زما خپلې زده کړې چې نیمګړې پاتې دي، زه هم غواړم چې ویزه ترلاسه کم او یو وار بیا په هند کې خپلو زده کړو ته دوام ورکم."

د یادونې ده دا پرمختګ وروسته له هغې دی چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او نوي ډهلي تر منځ راشه درشه زیاته شوې ده.

څو ورځې وړاندې د هند او پاکستان تر منځ له پوځي نښتې وروسته د هند د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست سره په لومړي ځل ټلیفوني خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه شان نېږدې میاشت مخکې په یوې اعلامیه کې ویلي وو چې د دغه وزارت سرپرست امیر خان متقي د هند د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي او د افغانستان، ایران او پاکستان څانګې عمومي رییس انند پرکاش سره کابل کې په لیدنه کې د اړیکو په پراختیا او د ویزو پر اسانتیا خبرې کړې دي.

په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو چې امیر خان متقي افغانانو په ځانګړي ډول سوداګرو ته د ویزو د ورکړې د بیا پیل غوښتنه هم کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې ډیلي په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته نه یوازې افغانانو ته د ویزو ورکول بند کړل بلکې د صادرو شویو ویزو د لغوه کېدو اعلان یې هم وکړو.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России