Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2025

د خیبر پښتونخوا حکومت په کاټلنګ کې د ډرون برید قربانيانو ته پيسې ورکړې دي

0

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي پر هغو کورنيو یې پيسې وویشلې چې د مارچ پر ۲۸مه، د مردان په کاټلنګ کې د پاکستاني پوځ په ډرون برید کې یې غړي وژل شوي وو.د خیبرپښتونخوا صوبايي وزير ډاکټر امجد علي پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې د مې په ۲۴مه یې، د هر يو وژل شوي کس کورنۍ ته پنځوس لاکه روپۍ ورکړي. د هغه په وينا د ګوجر قام سره تعلق لرونکيو ۹ کسانو په وژل کېدو خواشينی دی.

نوموړي د پیسو د چيکونو د ويشلو په وخت هغو خلکو ته د وينا په وخت وويل: "له یوې خوا ریاستي ادارو تاسو ووژلئ او بلې خوا یې پر تاسو تور پورې کړ چې ترهګر یاست. دوی وويل چې ترهګر مو وژلي دي. تاسو د دې ځای اصلي اوسېدونکي او محب وطن خلک یاست." امجد علي پر امنيتي ادارو تور پورې کړ چې "د خیبرپښتونخوا د خلکو استحصال کوي" نو ځکه "په خلکو کې د هغوی په وړاندې نفرت مخ په زیاتېدو دی".

د یادونې ده چې د کاټلنګ خلکو د مارچ پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې د مارچ پر ۲۸مه، د پاکستان امنيتي ځواکونو د عملياتو په وخت په ډرون بریدونو کې ۹ کسان ووژل. د ځايي خلکو په وينا هغه عمليات د بابوزو په غرونو کې شوي چې د شپونکيانو کورنۍ پکې په نښه شوې دي.

تر هغه وروسته د پاکستان پوځ څه نه وو ويلي خو د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاالله تارړ او د وزيراعظم شهباز شريف سلاکار، رانا ثناالله رسنيوو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې په عملياتو کې ترهګر وژل شوي دي. هغوی زياته کړې وه چې په وژل شويو کې د وسله والو دوه قوماندان هم دي.

خو خلکو په سوات او د خيبرپښتونخوا د اسمبلۍ غړيو په خپل ويناوو کې دا ادعاوې رد کړي. دوی وويل چې وفاقي حکومت دې نه یوازې ولسي وګړيو ته د ترهګرو په خطاب کولو سره بخښنه وغواړي بلکې په راتلونکي کې دې داسې پېښې نه تکراروي. تر اوسه وفاقي حکومت د هغو غوښتنو په اړه څه نه دي ويلي.

د مارچ پر ۳۰مه د سوات په بریکوټ کې د وژل شویو د جنازې پر مهال هم ځايي خلکو مظاهره کړې وه. ډاکتر امجد علي د جنازې پر وخت مشال راډیو ته ویلي ول چې حکومت د پېښې مقدمه دایره کړې او د وژل شویو کورنیو ته تاوان ورکوي. پر هم هغه ورځ د پاکستان د بشري حقونو کمېشن هم له وفاقي او صوبايي حکومتونو د پېښې "د بې پرې او رڼو پلټنو" غوښتنه کړې وه.

ډاکتر امجد علي هغه مهال هم ویلي چې وژل شوي کسان ترهګر نه بلکې د شپنو د کورنۍ غړي ول. هغه د مې په ۲۴مه، د پېښې قربانيانو ته د پیسو تر ورکولو وروسته وويل: "ریاست سره چې نورې خبرې ختمې شي نو يا پر خلکو د غدار ټاپې لګوي او يا د ترهګرو." د پاکستان وفاقي حکومت او ریاستي امنيتي ادارو په دې اړه څه غبرګون نه دی ښوولی.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России