Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2025

د پاکستان له زندانونو ۲۸۲ افغان بنديان خوشې شول

0

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي په تېرو دريوو ورځو کې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه ۲۸۲ افغان بنديان خوشې شوي دي.په کابل کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مې پر ۲۶مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې ۵۲ بندیان د مې پر ۲۵مه او ۲۳۰ بندیان تر هغې يوه ورځ مخکې خوشې او افغانستان ته رسېدلي دي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې هغه بنديان کډوال وو چې د قانوني اسنادو سربیره هم د پاکستان پولیسو نيولي او يو يا دوه ورځې یې په بند کې ساتلي وو.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو په تېرو وختونو کې وفاقي چارواکو خبرداری ورکړی وو چې که افغان کډوال په خپله خوښه ستانه نه شي نو پولیس به یې ونیسي او په زور به یې ولېږي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مارچ په مياشت کې ويلي وو چې شاوخوا ۱۰,۵۰۰ افغانان په پاکستان او ایران کې بندیان دي. د کډوالو او ورستنېدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمان راشد د مارچ پر ۱۵مه په کابل کې له شخصي ټېلېوېژن شمشاد سره په مرکه کې ويلي وو چې ۲۵۰۰ افغانان په پاکستانیو او ۸۰۰۰ په ایرانیو زندانونو کې دي.

د هغه په وينا د مارچ تر مياشتې پورې ۶۰۰۰ افغان بندیان هېواد ته ستانه شوي دي. د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې په یو فرمان کې په راولپېنډۍ او اسلام اباد کې مېشتو افغانانو ته د مارچ تر پایه د هغو ښارونو د پرېښودو امر وکړ. حکومت همداراز اعلان کړی وو چې د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډونو لرونکي هم افغانستان ته ستنوي. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) افغانانو ته ورکړي وو.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال له نومبر راهیسې له ۸۰۰,۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته ستانه کړي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) او د مهاجرت نړیوال سازمان په تېرو میاشتو کې څو ځلې له راولپېنډۍ او اسلام اباده د افغانانو پر ایستلو او هېواد ته یې پر احتمالي ستنولو اندېښنه ښوولې ده.

هغو ادارو د پاکستان پر پرېکړه انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د افغانانو هېواد ته ستنول یې ژوند له خطر سره مخامخولای شي. پر دې سربېره د بخښنې نړیوال سازمان په جنورۍ کې د پاکستان له حکومته غوښتي ول چې ټول بندي افغانان دې خوشې کړي او د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د افغانانو پر ډله ییزه ګرفتارۍ اندېښنه ښوولې وه.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. البته د پاکستانیو چارواکو په وينا، شاوخوا ۶۰۰,۰۰۰ افغانان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي دي. په هغو کې ګڼ هغه افغانان هم دي چې امریکا، او اروپایي او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ په انتظار په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې مېشت دي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России