Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2025

ملګري ملتونه وايي پاکستان کې ۱۱۰,۰۰۰ افغان کډوال غربي هېوادونو کې مېشته کېدو ته منتظر دی

0

د ملګرو ملتونو دکډوالو اداره (يو اېن اېچ سي ار) وايي په پاکستان کې له يو لاک څخه زیات داسې افغانان مېشت دي چې که افغانستان ته ستانه شي نو ژوند ته یې خطر پېښېدلی شي. هغې ادارې مشال راډيو ته په لېږلو معلوماتو کې ويلي چې د پاکستان پر لار درېيم محفوظ هېواد کې د افغانانو مېشتېدل له ۱۹۸۰مو کلونو راهیسې روان دي چې په دې وروستيوو کې پکې زیاتوالی راغلی دی. د ملګرو ملتونو په وينا لږ تر لږه شل زره افغان کورنۍ په دې وروستيوو کې د پاکستان له لارې محفوظو هېوادونو ته رسېدلې دي.

خو هغه اداره زیاتوي چې لا هم په پاکستان کې ۱۱۰,۰۰۰ داسې افغانان مېشته دي چې افغانستان ته په ستنولو یې ژوند ته خطر پيښېدلی شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وينا دغه کسان غواړي غربي هېوادونو ته ورشي او هلته د پناه په اخیستو خپل ژوند جوړ کړي. اکثره دا افغانان د خپلې خوښې هېوادونو، هغو وېزو ته منتظر دي چې يا یې غوښتنليکونه ورته ورکړي او یا منظور شوي دي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې وياند، قیصر اپريدي د مې په ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان له حکومته يې غوښتنه کړې ده چې نورو هېوادونو ته تلونکو افغان کډوالو ته داسې اسناد ورکړي چې دوی پرې بې له وېرې په پاکستان کې ژوند وکړای شي. "موږ فکر کوو چې دا خلک واپس افغانستان ته نه شي تللی ځکه چې ژوند ته یې خطر پېښېدلی شي. په درېيم هېواد کې چې زموږ لخوا د افغانانو د مېشته کولو پروګرام ډير محدود وي. نو موږ کوښښ کوو چې څوک ډير په خطر کې وي، هغوی په محفوظ هېواد کې مېشت شي."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال له نومبر راهیسې د افغانانو د اېستلو لړۍ پيل کړې ده. حکومت ويلي چې دا کار یې د خپل امنيت سم ساتلو لپاره کړی دی او له ۸۰۰,۰۰۰ زیات افغانان یې خپل هېواد ته ستانه کړي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د مهاجرت نړیوال سازمان څو ځلې له پاکستانه د افغانانو پر ایستلو او افغانستان ته یې په زور ستنولو اندېښنه ښوولې ده.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو لخوا د حکومت تر نيولو وروسته، ډيرو هغه افغانانو چې په تېر جمهوري حکومت کې یې کار کړی وو، د سر خوندي کولو لپاره د نړۍ په ځينو هېوادونو کې پناه واخیسته. دوی او تر څنګ یې افغان هنرمندان، خبریالان، سیاستوالان، د بشري حقونو فعالان او د ښځو د حقونو کارکوونکې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د کډه کېدو په ترڅ کې لومړی پاکستان ته ولاړل. هلته دوی وېزو ته منتظر دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو ترمخه، له ۲۰۲۱ کال وروسته، امریکا ۱۰,۸۲۳، اسټرالیا ۴,۳۶۲، کينيډا ۲,۲۵۳، انګلستان ۹۵۴، نیوزیلینډ ۸۱۷، ناروې ۲۴۸، سویډن ۱۸۲، فينلینډ ۱۱۶ او ایټالیا ۷۲ افغان کډوال منلي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان د تېر جمهوري حکومت د کډوالو اتاشې، عبدالحميد جليلي وايي چې په پاکستان کې مېشته هغو کډوالو ته سختې ستونزې په مخ کې دي چې نورو هېوادونو کې مېشتيدل غواړي. هغه د مې په ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې په هغو افغانانو کې ځيني یې پخواني افغان چارواکي، پخواني امنيتي سرتيري او مدني فعالان دي. د جليلي په خبره کومو خلکو ته چې خطر دی، هغه بايد ژر تر ژره خوندي هېوادونو ته ستانه شي.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. البته د پاکستانیو چارواکو په وينا، شاوخوا ۶۰۰,۰۰۰ افغانان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي دي. په هغو کې ګڼ هغه افغانان هم دي چې امریکا، او اروپایي او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ په انتظار په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې مېشت دي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России