روسیه وايي، له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د افراطي ډلو خطر متوجه دی خو طالبان یې ردوي
د روسیې دفاع وزیر اندری بیلوسوف د ډله ییز امنیت تړون سازمان د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو شورا په غونډه کې خبرداری ورکړی چې د منځنۍ اسیا لپاره لومړنی تهدید په افغانستان کې له میشتو افراطي ډلو څخه راځي.
ده زیاته کړه چې "د دې ډلو د فعالیتونو د پراختیا خطر ګاونډیو هیوادونو ته مخ پر زیاتیدو دی."
تر دې وروسته د طالبانو حکومت هغه اندېښنه بې بنسټه وبلله چې ګواکي له افغانستانه نورو ګاونډیو هیوادونو ته خطر متوجه دی.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د کوم چا مشخص نوم نه دی یاد کړی خو پر ایکس پاڼه یې لیکلي چې په افغانستان کې هيڅ خپل سرې ډلې نشته.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې تر ۲۰ زیاتې افراطي ډلې فعالیت کوي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو د واک ته د رسیدو راهیسې، د طالبانو تر کنترول لاندي افغانستان د افراطي ډلو د ساتلو له پراخو تورونو سره مخامخ شوی دی.
د یادونې وړ ده چې روسیه یو له هغو هیوادونو ده چې له طالبانو سره نژدې اړیکې لري.
