د حماس، اسراییل او امریکا پلاوي د غزې جګړې د پای ته رسیدو په هدف مصر کې خبرې کوي
ټاکل شوې چې د حماس، اسراییلو او متحده ایالتونو پلاوي نن په مصر کې سره جرګه شي.د امریکا متحده ایالتونه او اروپایي ټولنه حماس د ترهګرې ډلې په توګه پیژني.د مصر نننۍ خبرې چې فرانس پریس غیر مستقیمې بللي، ماښام مهال پيلیږي چې پر اسراییل د حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې د برید له دویمې کلیزې سره همهاله دي.ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مرکچیانو غوښتي چې د غزې د نژدې دوه کلنې جګړې د پای ته رسیدو لپاره " بیړنی" اقدام وکړي.دا خبرې اترې داسې مهال کیږي چې حماس او اسراییلو د امریکا د ولسمشر هغې طرحې ته مثبت ځواب ورکړی چې غزه کې د جګړې د پای ته رسیدو په اړه ده.طرحه کې راغلي چې حماس به پاته اسراییلي یرغمل شوي کسان او برعکس اسراییل به فلسطیني زندانیان ازادوي.د غزې د جګړې د ارامېدو هڅې داسې مهال کیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، لا هم غزه کې جګړه روانه ده او په خبره یې د سولې خبرې د جګړې له دوام سره همهاله امکان نه لري.
