Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2025

د افغانستان او بنګلدیش د کرکټ ملي لوبډلې نن د پنځوس اوره سیالیو لړۍ پیلوي

0

د افغانستان او بنګلدیش د کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوریزو لوبو سریز کوي.

افغانستان نن ( چهارشنبه د اکتوبر اتمه ) بیا په متحده عربي اماراتو کې ( دبۍ، شیخ زاید لوبغالی) بنګلدیش سره مخامخ دی.

خو دا لوبې پنځوس اوریزه دي، افغان لوبډلې تر دې مخکې د شل اوریز سریز درې واړه لوبې چې هغه هم په متحده عربي اماراتو کې او د اکتوبر په دوهمه پیل شوې وې، بنګلدیش ته وبایللې.

له دې امله دا لوبډله په ټولنیزو رسنیو د خپلو مینوالو له پراخو انتقادونه سره هم مخ شوه.

دا انتفادونه هم د لوبډلې په توپ وهونکو وو او هم په چټکو توپ اچونکو، او ورسره په مشرتابه یې هم نیوکې موجودې وې.

خو یو شمیر افغان کرکټ پوهان وايي، کله چې لوبډلې ته نوي لوبغاړي راوستل کېږي، طبعي ده چې دا ستونزې پېښېږي.

دوی ټینګار کوي چې نویو لوبغاړو ته د ځان ثبابتولو لپاره باید وخت ورکړل شي.

له دې ډلې کرکټ پوه ابراهیم مومند ازادي راډیو ته وویل: " که مونږ غواړو چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبدله بېرته خپل پخواني حالت ته ولاړه شي، نو لوبغاړو کې کوم بدلون چې مونږ راوستی دی، دوی ته وخت ورکول پکار دي، داسې نه ده چې دوی سمدلاسه په منډو او وېکېټ اخیستلو باندې شروع وکړي، دا وخت نیسي چې دوی خپلو او د مخالفو لوبډلو له لوبغاړو سره عادت کېږي، او پخواني چې کوم لوبغاړي دي، هغوی باید ډیر مسوولیت واخلي تر څو به ځوانانو فشار کم شي او دوی به ارام زړه د افغانستان لپاره لوبه وکړي."

کرکټ پوه او د افغانستان د کرکټ بورد د سپین غر زون ( ختیځ زون ) پخواني مشر بختیار ساحل هم ازادي راډیو ته همدا خبره وکړه: " مهمه دا ده چې دغه کوم نوي لوبغاړي لوبډلې ته راځي، دوی ته وخت ورکړل شي، که دوی چیرې یو، دوه لوبې ولوبول شي بیا بېرته له لوبډلې لرې کړای شي او بېرته زاړه لوبغاړي راوستل شي، نو لوبډله له سختو حالاتو نه را وځي، لوبډله نه جوړېږي، دا یو اصل دی چې پخواني لوبغاړي چې عمرونه یې ډیر شوي هغوی باید نویو ځوانانو ته لوبډله پرېږدي، دوی باید په لوبډله کې پرېښودل شي او څو، څو نور سیریزونه ورکړل شي. "

د افغانستان کرکټ بورد اسیا جام کې له دوه پرله پسې ماتو او له هغه مخکې پاکستان ته له سریز بایللو ورسته، د خپلو درې پخوانیو لوبغاړو، ګلبدین نایب، فضل الحق فاروقي او کریم جنت پر ځای نوي لوبغاړي راوستل او پر ځای یې وفي الله تره خیل، بشیر احمد او عبدالله احمدی زی چې کورني کرکټ کې ښه ځلیدلي وو راوستل، خو دا لوبغالي هم بنګله دیش سره د شل اوریزو لوبو سیریز کې ښه ونه ځلېدل.

افغان لوبډلې د اسیا جام په لوبو کې چې د سپتمبر په نهمه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې په خپل ګروپ کې یوازې له هانګ ګانګ لوبه وګټله او له بنګله دیش او سریلانکا یې ماته وخوړه.

تر دې لوبو مخکې پاکستان سره سریز کې چې دا هم په متحده عربي اماراتو کې د اګست په ۲۸ پیل شو، یوازې یوه لوبه یې له پاکستان وګتله او دوه نورو کې یې ترې ماته وخوړه.

تېرې دوه میاشتې د افغانستان د کرکټ لوبډلې لپاره ښې لوب ورځې نه وې.

د افغانستان کرکټ بورد ویاند سید نسیم سادات د دې پرله پسې ماتو د وجې، د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د مینه والو د انتقادونو او د کرکټ پوهانو د نظرونو او غوښتنو په اړه د ازادي راديو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو لوبډل مشر راشد خان بنګله دیش ته د سریز تر بایللو ورسته ومنله چې لوبډلې یې ښې لوبې نه دي کړي.

اوس ولیدل شي چې د پنځوس اوریزو سیالیو سریز څوک ګټي، بنګله دیش که افغانستان؟

ټاکل شوې چې د دې دواړو لوبډلو تر منځ دوهمه لوبه د اکتوبر په یولسمه او دریمه د اکتوبر په ۱۴ ترسره شي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России