د اروپایي پارلمان یوې غړې د طالبانو له حکومت سره د اړیکو پر عادي کولو نیوکه وکړه
د اروپا د پارلمان یوه غړې وايي، باید په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید د بشر ضد جنایت په توګه په رسمیت وپېژندل شي.
هانا نیومن، په اروپایي پارلمان کې په خپله وینا کې پر ځینو اروپایي هېوادونو نیوکه کړې ویلي، له طالبانو سره د افغان کډوالو د شړلو پر سر د معاملو پر ځای ، باید د افغان ښځو ترڅنګ ودرېږي.
