Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2025

نصیراحمد اندیشه: په افغانستان کې واک د طالبانو تر بیاځلي رسېدو وروسته ملیونونو افغانانو خپل هیواد پرېښی دی

0

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست وايی په دغه هیواد کې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته شاوخوا ۴ میلیونه افغانانو له اوسني وضعیت نه د خلاصون لپاره خپل هیواد پریښی دی.

نصیر احمد اندیشه د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ د اجراییوي کمېټې په ۷۶ مه ناسته کې چې ویډیو یې پرون شنبه د اکتوبر په ۱۱ مه په ایکس پاڼه خپره شوې ویلي: " د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته د ۴ میلیونونو په شاوخوا کې افغانان له اوسني وضعیت نه د خلاصون لپاره له خپل هیواده وتلي دي، دوی ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته تللي دي او اوس هلته هم له بې برخلیکۍ او ناامنۍ سره مخ دي."

نصیر احمد اندیشه دا هم ویلي افغانستان اوس مهال ۱۰ عشاریه ۳ میلیونه بې ځایه شوي وګړي لري چې له ډلې یې ۳ عشاریه ۲ میلیونه په کور دننه بې ځایه شوي دي.

نوموړي ویلي د افغانانو لپاره ډله ییزه کډوالي یو انتخاب نه بلکې یوه تاریخي او ټولنیزه اړتیا وه چې په تېرو څلورو کلونو کې یې د ځورونو، تاوتریخوالي او بشري بحران له امله ترسره کړې ده.

په همدې حال کې په ایران او پاکستان کې میشت یو شمېر افغان کډوال چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واک وروسته دغو هیوادونو ته تللي وايي دغلته له سختو ستونزو او بې برخلیکۍ سره مخ ديږ

په پاکستان کې میشت یو افغان کډوال د نوم د نه خپرېدو او د غږ بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل:" په پاکستان کې د میشتو افغانانو وضعیت ډېر بحراني دی، په وروستیو کې پاکستان د ویزو د تمدید پروسه بنده کړې ده، او دلته میشت ټول ډېر شمېر افغانان له سخت کړاو سره مخ دی، له یوې خوا د ویزې نه موجودیت له بلې خوا پولیسو د افغانانو ژوند تریخ کړی دی، دوی هره ورځ راځي افغانان نیسي او ډیپورټ کوي یې."

په ایران کې میشت یو افغان کډوال چې ده هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي وویل :" لکه زندانیان دلته بندیان یو، ځکه هیڅ ځای ته نه شو تللی، د شپې او د ورځې خوب نه لرو، د ورځې هره شېبه په ډار کې یو چې اوس به دولتي کسان راځي او نیسي به مو، له ډېرو ستونزو سره مخ یو، هیڅ لاره نه لرو، الله دې زموږ مل شي."

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان د دایمي استازولي سرپرست نصیر احمد اندیشه د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ د اجراییوي کمېټې په غونډه کې ټینګار کړی چې د دې وضعیت پای ته رسول په افغانستان کې د یو ټولشموله او ډیموکراتیک نظام له لارې ممکن دی.

د کډوالو د حقونو د برخې یو شمېر مدافعین بیا وايي که څه هم په افغانستان کې د بشري حقونو او د خلکو د ازادۍ پر بنسټ د حساب ورکوونکي د یو سیسټم رامینځته کول د جبري کډوالۍ د مخنیوي لپاره اړین دي، خو د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په پام دا یوازې یوه هیله کېدای شي.

دوی د ځینو نورو اړتیاوو یادونه هم کوي.

له ډلې یې احمد ذکي خلیل ازادي راډيو ته وویل:" افغانستان ته د کډوالو د باعزته ستنیدو او د غیر قانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره په دې هیواد کې یوازې د یو ټولشموله حکومت رامنځته کېدل کافي نه دي بلکې په دې برخه کې باید عملي اقدامات وشي، لکه ښوونځي پرانیستل شي، د کار او حقونو تضمین رامنځته شي، د اقتصادي پرمختګ لپاره زمینه سازي وشي، دغه شان باید مدني بنسټونه رامنځته ته شي تر څو عامه پوهاوي وکړي او د غیر قانوني کډوالي مخه ونیول شي.

د یادونې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د تېر جمهوري حکومت له سقوط او واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان د امنیتي ګواښونو او په کور دننه د نجونو لپاره د زده کړو د نه موجودیت، اقتصادي ستونزو او لویدیځو هیوادونو ته د خپلو کیسونو د پروسو د بشپړولو په هدف ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته کډوال شول خو اوس مهال هلته د بیلابیلو ننګونو او جبري ډیپورټ له ګواښ سره مخ دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ یو این ایچ سي ار ویلي یوازې د ۲۰۲۵ کال د ډ سپتمبر تر پایه پورې، له دوه ملیونه ډیر افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي چې په کور دننه یې په موجوده سرچینو سخت فشار راوستی دی.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России