Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

یوه نوې ارزونه: د افغانستان په ختیځ کې د زلزله ځپلو سیمو د بیارغونې لپاره څه باندې ۱۲۸ ملیون ډالرو اړتیاده

0

په کنړ او ننګرهار ولایتونو کې د اګست د ۳۱ نېټې د زلزلزې یو شمېر زیانمن وايي، ډېری کورنۍ لا هم په خیمو کې ژوند کوي او د سړې هوا، باران، د خوړو، سونګ توکو او د ژمنیو جامو له کمښت سره مخ دي.

دوی د طالبانو له حکومت او نړیوالو بنسټونو غواړي چې د سرپناوو او لومړنیو اړتیاوو د برابرولو په پرخه کې ورسره مرسته وکړي.

د کنړ ولایت د نورګل ولسوالۍ یو زلزله‌ ځپلي چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې واخیستل شي، په دې اړه راډیو ازادي ته وویل: "دا کورونه له پخوا وو، اوس دا مهال هېڅوک نشي کولای داسې کورونه بیا جوړ کړي. که حکومت یا کومه موسسه مرسته ونه کړي، ډېر مشکل دی. کله چې باران کېږي، اوبه خیمو ته ننوځي. پرون چې باران وشو، سیلاب خیمې ته راغی او ټول مرسته شوي وړه لامده شول. په خدای قسم، ټول یې سیلاب یووړل، خو دلته داسې څوک نشته چې دا وویني او بېرته مرسته وکړي."

د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکی او زلزله ځپلی سردار نوري هم وايي: "هوا سړه شوې ده او موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو. ډېری بېوزلې کورنۍ د خوړو، سون' توکو او ژمنیو جامو له کمښت سره مخ دي. که څه هم مرستې شوي دي، خو زموږ اړتیاوې یې نه دي پوره کړې. د سرپناه ستونزه هم شته، د خلکو شاوخوا ۸۰ تر ۹۰ سلنه کورونه ویجاړ شوي دي. له حکومت او نړیوالو بنسټونو غواړو چې د دره نور د خلکو لپاره د سرپناه په جوړولو کې همکاري وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د یوې نوې ارزونې له مخې، د افغانستان په ختیځ کې د زلزلو ځپلو سیمو د بیا رغونې لپاره له ۱۲۸ میلیونه ډالرو څخه زیاتې بودجې ته اړتیا ده.

دا ارزونه چې د «د بیارغونې او ښه کېدو د بېړنیو اړتیاوو د ارزونې د ګډ راپور» (Rapid Recovery Needs Assessment – RRNA) په نوم د سې شنبې په ورځ، د ډسمبر په ۱۶مه، د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د دغه سازمان د پراختیايي پروګرام (ی، ان، ډي، پي) په مشرۍ، د اروپايي ټولنې، نړیوال بانک، اسیايي پراختیايي بانک او د ۱۴ نورو همکارو بنسټونو په همکارۍ خپره شوې، وايي چې د دې زلزلو له امله ټول مالي زیانونه تر ۸۶.۸ میلیونه امریکايي ډالرو زیات اټکل شوي دي.

په راپور کې ټینګار شوی چې د بیا رغونې بهیر باید د ځایي رهبرۍ، د ټولنو د ګډون، ښځو او معلولینو ته د پاملرنې او د «له پخوا څخه غوره بیا رغونې» پر بنسټ ترسره شي، تر څو زیانمنې سیمې د راتلونکو ورته پېښو پر وړاندې لا زیاتې مقاومې شي.

د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۳۱مه د ریښتر په کچه ۶ درجې زلزلې کنړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه ولړزول، چې د دې ارزونې له مخې، ۱۹۹۲ کسان په کې مړه شول، ۳۶۳۱ کسان ټپیان او له ۸۳۰۰ څخه زیات کورونه په بشپړ یا جزوي ډول ویجاړ شول، چې زرګونه کورنۍ یې له امله بې‌ځایه شوې دي.

تر دې مخکې په سپتمبر میاشت کې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) دې زلزله ځپلو ته د ۱۳۹.۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د بېړني غبرګون څلور میاشتنی پلان اعلان کړ و او ټینګار یې کړی و چې که نړیواله بودجه برابره شي، نو د روان میلادي کال تر پایه به ۴۵۷ زره زیانمنو کسانو ته د سرپناه، اوبو، خوړو، ساتنې او زده‌کړې په ګډون خدمتونه برابر کړي.

اوچا ویلي وو چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله شاوخوا ۹۴ سلنه زیانمنې کورنۍ په پرانیستې فضا یا موقتي سرپناوو کې ژوند کوي او د ژمي په رارسېدو سره، په لوړو سیمو کې د سرپناه او ژمنۍ مرستې بېړنۍ اړتیا موجوده ده.

تر دې مخکې بیا د ماشومانو د ژغورنې صندوق خبرداری ورکړی و چې د کنړ زرګونه زلزله‌ځپلې کورنۍ چې لا هم په خیمو کې ژوند کوي، د ژمي د سړې هوا له امله، په ځانګړي ډول د ماشومانو او نویو زېږېدلو ماشومانو ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ دی.

ملګري ملتونه او همکار بنسټونه یې په داسې حال کې د اګست د ۳۱ نېټې د زلزله ځپلو په ملاتړ ټینګار کوي، چې له دې مرګونې زلزلې دوه میاشتې وروسته، د نومبر په ۳مه، د افغانستان په شمال کې بله زلزله هم وشوه.

د دې زلزلې د زیانونو ارزونه ښيي چې د افغانستان په شپږو شمالي ولایتونو کې ۲۶ کسان مړه شوي، ۱۱۷۲ کسان ټپیان شوي او ۳۰۲۷ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

له ماشومانو نه د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) ویلي دي چې د دې زلزلې زرګونه زیانمن له سختې یخنۍ سره مخ دي، په موقتي سرپناهونو یا د خپلو خپلوانو په کورونو کې ژوند کوي او په دې سیمو کې روغتیايي وضعیت په چټکۍ سره د خرابېدو په حال کې دی.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России