د کرکټ ۱۹کلنې لوبډلې له دوو ماتو وروسته نیپال ته ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې د شپږ وکټو په توپیر د نیپال لوبډلې ماتې ورکړه.د لوبې پچه نیپال ګټلي وه او په پنځوس اورونو کې يې ۱۲۴ منډې هدف افغان لوبډلې ته ورکړی و.افغان لوبډلې په شپږویشتو اورونو کې ورکړل شوی هدف پوره او د شپږ وکټو په توپیر يې لوبه وګټله.افغانستان له دې وړاندې له سریلانکا بنګلادیش څخه ماتې خوړلې وه.
