Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24
25
26
27
28
29
30
31

ایراني چارواکي: د دواړو هېوادونو پر پوله مو تر ۲۰۰۰ زیاتو افغانانو ژوند ژغورلی دی

0

د ایران او افغانستان ترمنځ پر پوله د سخت یخ له امله د یو شمېر افغانانو د مړینې له راپورونو وروسته یو شمېر چارواکو خبر ورکړی چې د دواړو هېوادونو پر ګډه پوله یې تر ۲۰۰۰ زیاتو افغانانو ژوند ژغورلی دی.

د ایران دولتي خبري اژانس «ایرنا» د خراسان رضوي ولایت د تایباد ښار د عمومي څارنوال حجت صدیقي له قوله لیکلي، چې دغه ناقانونه افغان کډوال د ایران او افغانستان د پولې په شمال ختیځو سیمو کې د سختو واورو او توپانونو له امله بند پاتې شوي وو.

د کندز ولایت یوه اوسېدونکې وایې د خور یو ځوان زوی یې د افغانستان او ایران پر پوله د سړې هوا له امله مړ شوی.

هغې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډیو ته وویل چې خورین یې شل کاله عمر درلود او د بې روزګارۍ او غربت له امله ایران ته د کار د پیدا کېدو په تکل روان شوی وو.

(زما خورین د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله ایران ته روان شوی وو، خو موږ اوس خبر شوو چې یو شمېر افغانان د سختې یخنۍ له امله په لاره کې مړه شوي دي، همدا پرون یې پلار ته چا خبر ورکړو چې زوی یې مړ شوی دی، موږ ټول ډېر خفه او اندېښمن یو، د هغه ټلیفون ته چې هر څومره زنګونه وهو ټلیفون یې بند راځي.)

د هرات د غوریان ولسوالۍ اوسېدونکې خیرالله وايي د دې ولسوالۍ پنځه ځوانان چې د اقتصادي ستونزو له امله ایران ته روان شوي وو، تازه د سختې یخنۍ له امله په لاره کې مړه شوي دي.

(له بده مرغه، زموږ د غوریان ولسوالۍ پنځه ځوانان ایران ته په لاره مړه شوي دي، دوی د خپلې کورنۍ لپاره او د اقتصادي ستونزو له امله اړ شوي وو چې ایران په قاچاقي لارو لاړ شي، خو له بده مرغه د تایباد او اسلام کلا تر منځ سیمه کې د سختې یخنې او واورو او باران له امله مړه شوي دي.)

د ایران او افغانستان ترمنځ پر پوله د سختې یخنۍ له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د لسګونه افغانانو د مړینې له راپورونو وروسته اوس تازه ځینې ایراني چارواکو اعلان کړی چې له دوه زره زیات افغانان یې له مرګه ژغورلي دي.

د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) د یکشنبې په ورځ د ډیسمبر ۲۱ مه د خراسان رضوي ولایت د تایباد ښار د عمومي څارنوال حجت صدیقي له قوله راپور ورکړی چې ۲۱۰۶ افغان وګړي، ایران ته د ناقانونه اوښتولو پر مهال د سختو واورو ورېدو له امله په سرحدي سیمو کې بند پاتې شوي وو.

نوموړي ویلي چې د ایران وسله والو سرحدي ځواکونو د دغه کسانو له پېژندنې وروسته سم دستي د دوی د ژغورنې عملیات پیل کړل او ژغورل شویو کسانو ته لومړني روغتیايي خدمات او بېړنۍ مرستې رسول شوي دي.

هغه ویلي چې د دغو له روغتیايي وضعیت ښه کېدو او د قانوني بهیر تر بشپړېدو وروسته دوی بیرته افغانستان ته لیږدول شوي دي.

د ایران دغه قضايي چارواکي خبرداری ورکړی چې له ناقانونه او ناامنو سرحدي لارو تېرېدل ډېر خطرناک دي او د ایران د قوانینو له مخې به ورسره جدي چلند وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د ډیسمبر په ۱۹ مه د هرات ځینو سیمه ییزو سرچینو ازادي راډيو ته ویلي چې ایران ته د اوښتولو پر مهال د سختې یخنۍ له امله لسګونه افغان کډوال مړه شوي دي.

خو په هرات کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند بیا په رسمي ډول د درې کډوالو او یو شپون مړینه تایید کړې وه.

محمد یوسف سعیدي، د ډیسمبر ۲۰مه، د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي په دې اړه لا هم څېړنې رواني دي او ښايي یو شمېر کسان له پولي اخوا مړه شوي وي.

خو نوموړي تازه د ژغورل شویو کسانو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

په افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته په وروستیو څو کلونو کې، په دې هیواد کې د بې وزلۍ، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو د زیاتېدو له امله، ایران ته د افغانانو کډوالي ډېره شوې.

سره له دې چې له ایرانه اوس مهال د افغان کډوالو ایستلو لړۍ لا چټکه شوې او ایران دغه راز افغانانو ته د ویزو ورکول هم محدود کړي خو ډېری افغانان هڅه کومي چې په سختو قاچاقي لارو هغه هیواد ته ځانونه ورسوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي چې په ایران کې د افغانانو وضعیت ورځ تر بلې بې‌ثباته کېږي، او ډېری افغانان لا هم د تبعیض او ځورونو سره مخ دي.

یو این ایچ سي ار د ډیسمبر په ۱۹ مه په خپل راپور کې ویلي وو چې د روان ۲۰۲۵ میلادي کال له پیله تراوسه له ایرانه له ۱ عشاریه ۸ میلیونه ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России