اقتصادي او بشري کړکېچ ګڼ افغانان مرستو ته اړ کړي؛ راتلونکی کال وضعیت لا پسې خراب اټکل شوی
د سره صلیب نړیواله کمیټه (ای سي ار سي) وايي چې د ژوند ژغورنې مرستې حیاتي دي، خو د عوایدو د خوندي کولو او د ناورین د ریښو د حل لپاره د بیړنیو هڅو پرته به په افغانستان کې بشري وضعیت لا نازک پاتې شي.
د دېز کمیټې په راپور کې چې پرون خپور شوی راغلي چې د افغانستان کړکیچ د اقتصادي بې ثباتۍ، د اقلیم بدلون، بې ځایه کیدو، بندیزونو او د نړیوالو د کم ګډون له امله رامینځته شوی.
په ورته وخت کې، یو شمیر افغانان ټینګار کوي چې د بشري مرستو سربیره، د بیکارۍ ستونزې ته هم باید پاملرنه وشي.
