Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24
25
26
27
28
29
30
31

د پاکستان امنیتي ځواکونو په بلوچستان ایالت کې د نژدې ۱۸۰ بې اسناده افغانانو د نیولو خبر ورکړی دی

0

د پاکستان امنیتي ځواکونه وایي، په بلوچستان کې یې د استخباراتي عملیاتو پر مهال ۱۷۹ افغان وګړي نیولي دي. د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې چې د چهارشنبه د ډیسمبر په ۲۴ مه خپور شوی دغه کسان پاکستان ته تر ناقانونه داخلېدو وروسته، د چاغي ولسوالۍ په نوکنډي او تفتان سیمو کې نیول شوي دي.

په راپور کې د یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي له قوله ویل شوي، چې نیول شوي کسان، چې ډېری یې افغان ازبکان دي، د نورو قانوني څېړنو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.

دغه چارواکي ویلي په وروستیو کې یې د افغانستان سره په کرښه امنیتي ګزمې سختې کړي تر څو د ناقانونه تګ راتګ ، انساني قاچاق او نور غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، دغو کسانو غوښتل چې له همدې لارو په ناقانونه ډول ایران ته واوړي.

په همدې حال کې، یو شمېر افغانان چې له غیرقانوني لارو څخه ګاونډیو هېوادونو ته رسېدلي، وایي په لارو کې یې ډیرې سختۍ لیدلي له همدې امله، نورو ته د دغو لارو د نه کارولو سپارښتنه کوي.

یوه افغانه مېرمن چې له له خپلې پنځه کسیزې کورنۍ سره یو ځای یې تازه د پاکستان له لارې په ناقانونه ډول ایران ته ځان رسولی، وایي د اقتصادي ستونزو له امله، سره له دې چې سږکال له ایرانه افغانستان ته ایستل شوې وه، یوه میاشت مخکې بیا دوهم ځل دغه هېواد ته ستنه شوې ده.

نوموړې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې د سختو لارو او ګڼو ستونزو له تېرولو وروسته یې یو ځل بیا ځان ایران ته رسولی دی.

"اوس په ایرانشهر کې یو، ښايي ۲۴ ساعته وروسته تهران ته ورسېږو، خو ډېر په سختۍ راغلو له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوو، زموږ موټر ټکر وکړ، زما سترګه خوږه شوه، دوه شپې او درې ورځې مو پلي مزل وکړ، ډیره سخته مو تیره کړه. "

دا په داسې حال کې ده چې د وروستیو راپورونو له مخې څو ورځې مخکې یو شمېر افغانان چې غوښتل یې په غیرقانوني ډول ایران ته ولاړ شي، د سړې هوا له امله په سرحدي سیمو کې مړه شوي او یو شمېر نور د نیول کېدو پر مهال له واورو او یخنۍ څخه ژغورل شوي دي.

د دسمبر په ۲۱مه، د ایران دولتي خبري اژانس «ایرنا» د خراسان رضوي ولایت د تایباد ښار د لوی څارنوال حجت صدیقي له قوله راپور ورکړ چې ۲ زره او ۱۰۶ افغان وګړي، چې د سختې واورې اورښت له امله په سرحدي سیمو کې بند پاتې شوي وو، د ایران د وسله‌والو ځواکونو له لوري پېژندل شوي او ژغورل شوي دي.

هغه زیاته کړې وه چې دغه کسان د روغتیايي وضعیت له ښه کېدو او د قانوني پروسې تر بشپړېدو وروسته افغانستان ته ستانه کړل شول.

په همدې حال کې، د هرات ولایت ځینو سیمه ییزو سرچینو د دسمبر په ۱۹مه، ازادي راډیو ته ویلي چې لسګونه افغانان چې غوښتل یې په قاچاقي ډول ایران ته واوړي، د افغانستان او ایران پر پوله د سختې یخنۍ له امله مړه شوي دي.

د طالبانو د حکومت ځایي چارواکو په هرات کې هم د دسمبر په ۲۰مه د ایران او افغانستان ترمنځ په سرحدي سیمه کې د سختې سړې هوا له امله د درېیو افغان کډوالو او یوه شپانه د مړینې پخلی کړی دی.

په همدې حال کې، یو شمېر هغه افغان کډوال چې د اقتصادي او امنیتي ستونزو له امله پاکستان ته تللي، وایي چې اوس هره ورځ د پاکستاني پولیسو له ناسم چلند سره مخ وي.

په بلوچستان کې میشت یو افغان کډوال چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل: " له بدله مرغه له کله چې پاکستان ته راغلي یو، څو ځل د پولیسو له لوري نیول شوی یو، ان د پاسپورت او ویزو سره سره یې موږ په تکلیف کړی یو، او هڅه یې کړې چې ډیپورټ مو کړی، خو د پیسو په بدل کې یې بیرته راخوشې کړی یو، داسې ډېرې بېلګې شته."

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، پاکستان او ایران په غیر قانوني ډول د افغان کډوالو د تګ لړۍ زیاته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ د راپور له مخې په وروستیو کې د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې د افغان کډوالو د نیولو، بندي کولو او جبري ډیپورټ لړۍ په بې سارې ډول تېزه شوې ده.

یو این ایچ سي ار ویلي د روان کال له پیله د نومبر تر میاشتې پورې په پاکستان له کې له سل زره ډېر افغان کډوال نیول شوي دي.

دغه ادارې دغه راز ویلي چې د روان ۲۰۲۵کال د اپریل له لومړۍ نیټې د ډیسمبر تر ۱۳ مې له ۹۳۰ زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته بېرته ستانه کړل شوي دي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России