زیلنسکي نن ټرمپ سره د سولې په اړه مهمه غونډه کوي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي نن د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په داسې یوې غونډه کې خبرې کوي چې کېدای شي ددغه هیواد په معاصر تاریخ کې تر ټولو مهمه غونډه وي.
بلخوا ، روسیې په کیف او نورو اوکرایني ښارونو باندې خپلو مرګونو هوایي بریدونو ته دوام ورکړی دی.
سپینې ماڼۍ د نننیو خبرو په هکله څه نه دي ویلي خو په خپل ورځني مهالویش کې یې ټاکلي چې په اوکراین کې د سولې لپاره دغه غونډه به د فلوریدا په پالم بیچ کې له غرمې وروسته په یوه بجه وشي. مخکې ویل شوي وو چې غونډه به له غرمې وروسته په دریو بجو وشي خو په وخت کې ددغه بدلون په هکله توضیحات نه دي ورکړل شوي.
ولسمشر زیلنسکي وروسته لدې چې په کاناډا کې یې صدراعظم مارک کارني سره ولیدل امریکا ته رسیږي.
د کاناډا صدراعظم د زیلنسکي او ټرمپ له دغې مهمې غونډې مخکې اوکراین سره د خپل هیواد په ملاتړ ټینګار وکړ او وویل چې "د روسیې وحشت ښيي چې د اوکراین ترڅنګ د مونږ دریدل څومره مم دي."
ولسمشر زیلنسکي اروپايی مشرانو سره هم انلاین خبرې وکړې. د اروپايي کومیسیون مشرې اورسولا واندرلین له غونډې وروسته په اوکراین کې د داسې عادلانه او تلپاتې سولې غوښتنه وکړه چې ددغه هیواد حاکمیت اوځمکني تمامیت په کې وساتل شي.
تردې مخکې ، زیلنسکي ویلي وو دسولې وړاندېز شوی شل ماده ایز پلان نوي سلنه اماده شوی او ټرمپ سره یې د غونډې هدف د پلان دنهايي کولو په سر خبرې دي.
زیلنسکي ویلي که چیرې روسیه لږترلږه ۶۰ ورځنی اوربند ومني نو دی د سولې پلان چې احتمالا ټرمپ سره د غونډې په ترځ کې به ورباندې موافقه وشي ملي ریفرانډم ته وړاندې کوي.
اوکراین لپاره امنیتي ضمانتونه ، له جنګ وروسته ددغه هیواد رغول، د دونباس د سیمې او د زاپوریژیا د اټومي بټۍ په شمول د ځینو ځمکو برخلیک د خبرو مهم اختلافي مسایل ګڼل کیږي.
