د ترکیې پولیسو نژدې څلور سوه کسان داعش ډلې د اړیکو په تور نیولي دي
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وايي، د داعش ترهګرې ډلې پر ضد عملیاتو کې يې نن سې شنبې ۳۵۷ شکمن کسان نیولي دي.دا شکمن کسان په داسې حال کې نیول شوي چې پرون دوشنبې د ترکیې په شمال لویدیځ کې په یوه وسله واله نښته کې درې پولیس وژل شوي او شپږ وسله وال کسان ټپیان شوي وو.د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وايي چې دا عملیات د ترکیې په ۲۱ولایتونو کې شوي دي.له دې وړاندې د استانبول لوی څارنوالی اعلان کړی و چې پولیسو د دې ښار په ۱۱۴ سیمو او دوو نورو ولایتونو کې ډیر شمیر اسناد او ډیجیټالي مواد ضبط کړي دي.اوونۍ وړاندې د ترکیې پولیسو له سلو ډیر کسان له داعش ترهګرې ډلې سره د تړاو په تور نیولي وو.پولیسو هغه مهال ویلي وو، " دې کسانو د کریسمس پر مراسمو د برید پلان درلوده".
