Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30
31

د کډوالۍ نړیوال سازمان: د افغانستان او ایران پر پوله د راستنیدونکو کډوالو د لاسنیوي چارې لا هم ځنډېدلي دي

0

داسې مهال چې له ایرانه د هرات د اسلام قعله بندر له لارې د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ روانه ده د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان ( ای، او ایم ) وايي هلته د راستنیدونکو کډوالو د لاسنیوي چارې لا هم ځنډېدلي دي.

دغه سازمان په یو راپور کې چې دوشنبه د ډیسمبر په ۲۹ مه خپور شوی ویلي چې اوس مهال په اسلام قعله کې د افغانستان او ایران پر پوله د راستنېدونکو لپاره یوازې د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو، اوبو، او حفظ الصحې محدود خدمتونه وړاندې کیږي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي که څه هم د هرات له چارواکو سره په دې اړه خبرې روانې دي خو د راپور له مخې طالبان لا هم اجازه نه ورکوي چې د دې بندر د ( ای، او ایم ) د هر کلي په مرکز کې د غیر روغتیايي برخې ښځینه کارکونکې کار وکړي.

په راپور کې راغلي په منځنۍ ډول اوس مهال له ایرانه د ورځې ۱۲۲۴ کسان د اسلام قعله له لارې افغانستان ته ستنیږي.

په همدې حال کې له ایرانه یو شمېر راستنېدونکي افغان کډوال وايي دغلته د کډوالو لپاره په لنډ مهاله پنډغالي کې مناسبې اسانتیاوې نشته.

له ایرانه تازه یو راستون شوی افغان کډوال چې اوس مهال په اسلام قعله بندر کې دی وایي څو ورځې کیږي چې افغانستان ته راوښتي خو تراوسه خپلې اصلي سیمې ته نه دی انتقال شوی.

نوموړي د نوم د نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل:

"زه دلته په اسلام قعله کې په کمپ کې یم، دلته هیڅ نشته، کلینک نه شته، زما ماشومان ناروغان دي، د اوسېدو ځای یې سم نه دی، خوراکي مواد نه ورکوي، دلته وضعیت ډېر بد دی، موږ کرایه نه لرو چې خپل ځای ته لاړ شو، دلته هیڅ څوک مرسته نه کوي، نه پوهیږو چاته ورشو او چانه مرسته وغواړو."

له ایرانه یو بل راستون شوی افغان علي رضا چې اوس مهال په اسلام قعله کې دی وايي له خپلې پنځه کسیزې کورنۍ سره تازه راستون شوی او په خپل هیواد کې هیڅ نه لري.

"زه خپله ناروغ یم، څلور ماشومان لرم، یوه میرمن، له هغه ځایه راغلو، خو دلته هیڅ نشته، موږ په ډېرو ستونزو کې یو، نه په وطن کې کور لرو نه ځمکه لرو، هیڅ نشته، زه خپله د سږو ناروغي لرم او ډېر په تکلیف یم."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د روان کال په سپټمبر میاشت دفترونو ته د ملګرو ملتونو د افغان ښځینه کارکوونکو په تګ بندیز ولګولو، چې له امله یې په اسلام قعله بندر کې د راستنیدونکو د هرکلي په مرکز کې د نږدې ټولو ښځینه کارکونکو د کار مخه ونیول شوه.

که څه هم ( ای، او ایم ) ویلي چې د پولې وضعیت له نږدې څاري او هڅه کوي چې راستندونکو ته بشري مرستې برابرې کړي، خو له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي وو چې د دوی په ښځینه کارکونکو د طالبانو د بندیز له امله په افغانستان کې ژوند ژغورونکې خدمتونه ټکني شوي او ورځ تر بلې له خطر سره مخامخ کیږي.

اسلام قعله له ایرانه د اخراجېدونکو کډوالو اصلي لاره بلل کیږي.

د راپورونو پر بنسټ د روان کال له پیله له دوه میلیونه ډېر افغان کډوال پر دې لاره افغانستان ته ستانه شوي چې لږ ترلږه ۶۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России