په ۲۰۲۵ کال کې "په پاکستان کې د وسله والو بریدونه ۱۷ فېصده زیات شوي" وو
په پاکستان کې د شخړو او امنیت څېړنیز مرکز وايي، په ۲۰۲۵م کال کې په دې ملک کې د وسلوالو په بریدونه کې ۱۷ فیصده زیاتوالی راغلی دی.یادې غیرسرکاري ادارې د دیسمبر پر ۲۹مه په خپل کلني رپورټ کې ویلي چې په تېر یو کال کې په ترسره شویو بریدونو کې په اوښتې مرګ ژوبله کې د تېر کال پرتله ۷۳ فیصده اضافه شوې ده. رپورټ لیکي چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې، ټولې شوې شمېرې ښيي چې ۲۰۲۵ کال تر ټولو ډير خونړی وو.
راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۵ کال کې وسله والو ۱۰۶۲ حملې کړې دي چې د ۲۰۲۴ کال د ۹۰۸ بریدونو په نسبت ۱۷ فېصده اضافه ښيي. د راپور ترمخه، د وسلوالو او امنیتي ځواکونو په بریدونو کې په مجموعي توګه ۳۳۸۷ کسان وژل شوي دي. په رپورټ کې راغلي چې په وژل شویو کې ۲۱۱۵ وسلوال، ۶۶۴ امنیتي سرتېري، ۲۸ د امن کمېټیو غړي او ۵۸۰ عام وګړي شامل دي.
د اسلام اباد د شخړو او امنیت څېړنیز مرکز دا رپورټ لیکي چې په ۲۰۲۴ کال کې د وژل شویو مجموعي شمېر ۱۹۵۰ وو. د راپور ترمخه، په ۲۰۲۵ کال کې ۴۹۷ مشکوک وسلهوال نيول شوي چې دا د تېر کال په پرتله ۸۳ فېصده اضافه ښيي. پر دې سربیره، په ۲۰۲۵ کال کې وسلهوالو ۲۱۵ کسان وتښتول. په ۲۰۲۴ کال کې د وسله والو لخوا د تښتول شويو کسانو شمير، ۸۵ وو.
په رپورټ کې زیاته شوې چې په ۲۰۲۵ کال کې د نورو کلونو په نسبت ځانمرګي بریدونه هم ډير شوي دي. په رپورټ کې د هغه کال لپاره، دا شمېره ۲۶ ښودل شوې ده. پر دې سربیره د وسله والو او امنيتي ځواکونو لخوا د شويو ډرون بریدونو ذکر هم شوی او ویلی شوي چې په ۲۰۲۵ کال کې د کواډ کاپټرو ډرون بریدونو ۳۳ پېښې ثبت شوي دي.
په هغه راپور کې ويلي شوي چې د بې امنۍ دا پېښې اکثره په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي چې فېصدي يې په خیبرپښتونخوا کې ۹۶ او بلوچستان کې ۹۲ فېصده وه.
دا په داسې حال کې ده چې په خیبرپښتونخوا کې د تحريک انصاف حکومت وايي چې د امن لپاره ضروري ده چې له وسله والو سره مذاکرات وشي. خو پوځ دريځ لري چې د هېڅ وسله والې ډلې سره خبرې نه کوي او د هغوی ملا به د پوځي عملياتو له لارې ماتوي.
د روانو ناامنيوو د ختمولو لپاره د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې خلکو مظاهرې، جلسې، جرګې او احتجاجونه کړي دي. د ۲۰۲۵ کال په وروستيوو کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د نښتو او پوځي عملياتو له وجې له کورمې، اورکزيو، شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان او خیبر ضلعو څخه په زرګونو خلک کډه شوي دي.
