امريکايي چارواکي وايي ۲۰۲۵ کال د واشنګټن او اسلام اباد د ښو اړيکو نوی باب پرانېست
امريکا وايي ۲۰۲۵ کال یې د پاکستان سره د اړيکو لپاره ډېر ښه وو او په ۲۰۲۶ کال کې هم دوه اړخیزې اړيکې زیاتول غواړي. په اسلام اباد کې د امريکې ناظم الامورې (شارزدافېير) نیټلي بېکر د دیسمبر پر ۳۱مه، پر اېکس خپره کړې ويډيو کې ويلي چې امريکا په تېرو ۱۲ مياشتو کې له پاکستان سره بېلابېلې همکارۍ کړې چې د دواړو هېوادونو قوي دوستي ښيي. هغې د سېلابونو په وخت د امريکا د مرستې، د تعليم په برخه کې همکاري، د امنيت او عدلیې د چارواکو روزنې او د فلبرایټ سکالرشيپ یادونه وکړه.
نوموړې زیاته کړه چې امريکا په ۲۰۲۵ کال کې، د بلوچستان د سرو رېکوډېک د سرو زرو او ميسو د کانونو په پروژه کې د پانګونې او مالي ملاتړ لپاره ۱.۲۵ اربه ډالر هم منظور کړي دي. د هغې په وينا دې هر څه ته په کتو، پاکستان او امريکا په شريکه د یوې ښې راتلونکې خواته روان دي: "په ۲۰۲۵ کال کې د واشنګټن او اسلام اباد د ښو اړيکو نوی باب پرانېست. په شريکه موږ کولی شوی يو قوي، ښه او خوندي راتلونکی جوړ کړو."
د رېکوډېک پروژه کې د پانګونې په اړه، بېکر د دیسمبر پر ۱۰مه پر اېکس پاڼه (پخوانی ټوېټر) په ویډیويي بیان کې ويلي وو چې د امريکا د صاداراتو او وارداتو دولتي بانک لخوا منظورې شوې، هغه دوه اربه ډالره به داسې ځانګړيو ماشينونو او خدماتو رسولو ته لار برابره کړي چې د رېکوډېک پروژې د معدنونو ایستلو لپاره ډېر ګټور دي. هغې دا هم ويلي وو چې هغه پانګونه به په امريکا کې ۶۰۰۰ او په بلوچستان کې ۷۵۰۰ کسان په روزګار کړي.
د رېکوډېک کانونه د بلوچستان په چاغي کې دي. د پاکستان حکومت په ۲۰۲۲ز کال کې له يوې کاناډايي کمپنۍ سره له هغو کانونو څخه د اته اربه ډالرو په ارزښت د سرو زرو او مسو د ایستلو تړون کړی وو، خو ځايي بلوڅ ملتپاله ګوندونو او د بلوڅانو یووالي یا یکجهتي کمېټۍ پر هغه موافقه اعتراض او پرضد یې مظاهرې کړې دي.
هغوی وايي چې د پاکستان وفاقي حکومت بايد له بهرنيو سره د صوبې د وسايلو په اړه سودا و نه کړي. خو حکومت دعوه کوي چې په دې پروژه کې نړيواله پانګونه به د ځايي خلکو اقتصاد ښه کړي.
د واشنګټن او اسلام اباد د اړيکو په ترڅ کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د هغه هیواد د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر په سیپتمبر کې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې ملاقات وکړ. شريف له ټرمپ مننه وکړه چې د هند او پاکستان د جنګ په ودرولو کې یې مرسته وکړه او وروسته یې هغه د نوبیل جایزې لپاره هم ونوماوه.
بلخوا د دیسمبر پر ۲۰مه، د امريکې بهرنيوو چارو وزير مارکو روبیو له پاکستان مننه وکړه چې په وينا یې، غزې ته یې د پوځ لېږلو وړاندیز کړی. په واشنګټن کې د روبیو د خبري غونډې په مهال يو خبریال له هغه وپوښتل چې "امریکا له پاکستانه غزې ته د پوځ د لېږلو غوښتنه کړې نو ايا پاکستان راضي شوی چې د امن لپاره، خپل ځواکونه غزې ته واستوي؟" روبیو یې په ځواب کې وويل: "هو، خو ګوره هغه ټول هېوادونه چې موږ ورسره په دې اړه خبرې کړې دي، غواړي په مشخص ډول پوه شي چې کار به یې څه وي او د فنډينګ (د پیسو د ورکړې) میکانیزم به څنګه وي."
پاکستان تر اوسه په رسمي ډول غزې ته د پوځ د لېږلو تصديق نه دی کړی.
