Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2025

د طالبانو حکومت: په ۲۰۲۵ کال کې مو د خپلو ځواکونو شمېر لږ ترلږه ۳ لکو ته لوړ کړی دی

0

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د دوی د روزل شویو ځواکونو شمېر لږ ترلږه ۳ لکه کسانو ته لوړ شوی دی. د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد چهارشنبه د ډیسمبر ۳۱ مه په خپله اېکس پاڼه په ۲۰۲۵ کال کې د دوی د لاس ته راوړونو په کلني راپور کې لیکلي، تیرکال د دوی د دفاع وزارت د امنیتي ځواکونو د روزنې شمیر ۱۸۱۰۸۴ تنو ته ورسید، همدا ډول په خبره یې په یوه کال کې ۱۰۰۳۰۰ پولیس هم په امنیتي، جنايي، سرحدي، لوجیستیکی او نورو برخو کې له روزنې فارغ شوي دي.

خو نوموړي دا نه دي لیکلي چې اوس مهال د طالبانو د حکومت د وسله والو ځواکونو شمېر څومره دی، خو د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال په حمل میاشت کې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین فطرت له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ادعا کړې وه چې د دوی د وسله والو ځواکونو شمېر پنځه لکه تنه دی.

دغه شان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزو د څار کمېټې په خپل وروستي راپور کې چې د ډیسمبر په نیمايي کې یې خپور کړ ویلي وو چې د طالبانو امنیتي دستګاه له ۳۸۰ څخه تر ۴۵۰ زره پورې پرسونل لري چې شاوخوا ۱۵۰ زره دفاعي او ۲ سوه زره یې پولیس او استخباراتي ځواکونه دي.

په دې راپور کې راغلي وو چې د ۲۰۲۵ مالي کال په لومړۍ نیمايي کې په امنیتي برخې پورې پوړې اړوند د طالبانو لګښتونه ۵۵عشاریه ۲ ملیارده افغانۍ وو داسې مهال چې ۶۴ عشاریه ۲ ملیارډه افغانۍ په نورو سکتورنو کې مصرف شوي دي.

خو طالبانو د دغه راپور په اړه څه نه وو ویلي.

د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري د ۲۰۲۵ زېږیز کال په خپور شوي کلني راپور کې د ډیپلوماسۍ او نورو هیوادونو سره د اړیکو، اقتصادي ودې، بیارغونې او بیلابیلو نورو مسایلو په اړه هم توضیحات ورکړل شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان یو شمېر اوسېدونکې وايي په داسې حال کې چې په هیواد کې فقر، بې وزلي او بې کاري ورځ تر بې ډیریږي، د امنیتي ځواکونو ډېرول لومړیتوب نه دی بلکې د دوی په خبره د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره باید کار وشي.

د پلازمینې کابل یو اوسېدونکي د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل:

"دا سمه ده چې د ځواکونو ډیرول د یو هیواد د امنیت او ساتنې لپاره مهم دي، خو دومره ډېرول یې لومړیتوب نه دی، ځکه خلک وږي دي، خلک کار غواړي، د دې په ځای باید د خلکو د ژوند ښه کېدو ته پام وشي، ته او خدای څلور کاله د طالبانو وشول، او خلک ورځ تر بلې بې وزله کیږي، دوی باید دا ووايي چې د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره یې څه کړي دي؟ د ځواکونو ډېرول خو دوی د خپل نظام د ساتنې لپاره کوي، حکومتونه د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره کار کوي. "

د ختیځ ننګرهار یو اوسېدونکي هم د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط ورته خبره ورکړه.

"د طالبانو حکومت ولې بې روزګاري نه ختموي، خلکو ته دې کار پیدا کړي، غربت ورځ تر بلې ډیریږي، کار نشته، ځوانان نورو هیوادونو ته په سختو لارو ځي، ځکه چې دلته کار نشته، زه په پوځ څه وکم؟ زما ماشومان همدا اوس نهر دي، د پوځ ډیرول خو زما د ماشومانو نسونه نه شي مړولی. "

دا په داسې حال کې ده چې تازه پرون د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا په یو راپور کې ویلي وو چې په ۲۰۲۶ کال کې به د افغانستان لږ تر لږه ۲۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

په راپور کې راغلي چې افغانستان به په ۲۰۲۶ کال کې هم د نړۍ له سترو بشري ناورینونو څخه وي.

راپور کې دا هم راغلي چې کلونو جګړې، کمزوری اقتصاد، په بنسټیزو خدمتونو کې د پانګونې کموالی او د وګړو د حقونو پرله‌پسې محدودېدو، په افغانستان کې د ډېرو خلکو د مقابلې توان سخت کمزوری کړی دی.

د اوچا په ټکو، دا فشارونه اوس د خوړو د ناامنۍ له زیاتېدو، له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو پراخې ستنېدنې، د اقلیمي بدلون له امله وچکالۍ او پرله‌پسې طبیعي پېښو سره یو ځای شوي او وضعیت یې لا پېچلی کړی دی.

خو د طالبانو حکومت بیا مخکې ویلي، په افغانستان کې بشري وضعیت هغومره هم خراب نه دی لکه څنګه چې نړیوال بنسټونه یې په اړه راپور ورکوي.

مخکې هم بېلابیلو نړیوالو سازمانونو افغانستان کې د موجود بشري ناورین او اړمنو سره د مرستو د کمېدو راپورونه ورکړي وو.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России